1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جورجیا ایالت د ټاکنو په پایلو کې د ترمپ د لاسوهنې غوښتنه

۱۳۹۹ دی ۱۵, دوشنبه

یو جنجالي تلیفوني تماس. ترمپ د جورجیا ایالت له ټاکنیزو مسئولینو څخه غوښتي دي چې د ټاکنو پایلو ته د هغه په ګټه تغیر ورکړي. اوس دغه تلیفوني اړیکه افشا شوې ده. ترمپ د جورجیا ټاکنیز مسئول او د هغه وکیل هم ګواښلي دي.

https://p.dw.com/p/3nU5N
USA Präsident Donald Trump
انځور: Getty Images/AFP/B. Smialowski

دونالد ترمپ د نوومبر مياشتي د دریمې نیټې د ټاکنو پایلې نه مني او په انتخاباتو کې د درغلیو خبره کوي. اوس د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د یوه خبر په خپرولو سره د ټاکنو د پایلو بدلولو له پاره د دونالد ترمپ له کوښښونو څخه خبر ورکړی دی.

موضوع له برد رفنزپرګر، سره د ترمپ یو ساعته تلیفوني خبرو ته ورګرځي. د جورجیا ایالت د ټاکنو مسئول رفنزپرګر، د جمهوري غوښتونکو د ګوند غړی او د ترمپ يو له ملاتړو څخه دی. اوس د ترمپ او رفنزپرګر د تلیفوني خبرو متن خپور شوی دی.

ترمپ په دې تلیفوني تماس کې د جورجیا له انتخاباتي مسئول څخه غواړي چې هغه ته ۱۱۷۸۰ رایې پيدا کړي. د یادونې وړ ده چې جو بایدن په جورجیا ایالت کې د ۱۱۷۷۹ اضافي رایو په ترلاسه کولو سره بریالیتوب ته رسیدلی دی.

ترمپ په دې تلیفوني مکالمه کې له رفنزپرګر څخه غواړي چې د رایو د دویم ځلي شمیرلو په ادعا سره دې د ټاکنو په پایلو کې لاسوهنه وکړي.

ترمپ په دې تلیفوني تماس کې ویلي دي: «امکان نه لري چې ما دې په جورجیا ایالت کې ټاکنې بایللي وي. موږ د سلهاو زرو رایو په اختلاف سره بریالي شوي یوو.»

ترمپ دا هم ویلي دي: «د جورجیا خلک په غوسه دي، د امریکا خلک په غوسه دي. نو آیا دا غلطه خبره ده چې تاسې ووایې چې رایې مو دوباره شمیرلي دي؟»

رفنزپرګر د ترمپ له غوښتنې سره مخالفت کوي او په جورجیا کې د ټاکنو له شفافیت څخه دفاع کوي. وروسته له هغې ترمپ په خپله تلیفوني مکالمه د هغه په ګواښلو پيل کوي او وایي: «تاسې او هغوی [دیموکراتان] پوهیږئ چې څه مو کړي دي، خو د هغه په باره کې رپوټ نه ورکوئ. دا جرم بلل کیږي. دا ډول مجرمانه اقدام به تاسو او ستاسو د وکیل له پاره عواقب ولري.»

ترمپ د شنبې په ورځ (د جنورۍ میاشتې ۲ نیټه) په یوه تویتري پيغام کې له رفنزپرګر سره د خپلې تلیفونې اړيکې خبر ورکړی دی. ترمپ لیکلي دي چې هغه او رفنزپرګر په جورجیا ایالت کې د ټاکنیزو درغلیو په اړه تلیفوني خبرې کړي دي. خو رفنزپرګر یا خو حاضر نه وو یا په داسې یو موقیعت کې نه وو چې په دې ایالت کې ټاکنیزې درغلۍ ومني.

رافنزپرګر، هم په تویتر کې ځواب ورکړی او د ترمپ په مخاطب کولو سره یي ویلي دي: «هغه څه چې تاسي یي وایې صحیح نه ده.»

د جورجیا ایالت له ټاکنیز مسئول سره د ترمپ د تلیفوني مکالمې د متن خپریدل په امریکایي رسنیو کې په پراخه پيمانه تر بحث لاندې نیول شوی دی.