د مهاجرو کښتۍ ډوبیدو پيښه کې یوازې یوه ماشومه ژوندۍ پاتې شوې
۱۴۰۳ آذر ۲۲, پنجشنبهد فرانسې خبري آژانس رپوټ ورکړی دی چې د Compass Collective الماني مرستندویه سازمان چې دغه یولس کلنه نجلۍ یې ژغورلې ده، د چهارشنبې په ورځ (دسمبر میاشتې ۱۱) وویل چې ژغورل شوې نجلۍ ورته ویلي دي: هغه کښتۍ چې دوی پکې سپاره ول دری ورځې مخکې ډوبه شوې وه.
دغه سازمان چې په مدیترانه کې د مهاجرو د ژغورنې په ماموریت کې ښکیله ده ویلي دي: «زموږ د اټکل له مخې له دغې ډبې شوې کښتۍ څخه یوازنی کس چې ژوندۍ پاتې شوې دغه نجلۍ ده او پاتې ۴۴ کسان غرق یا ډوب شوي دي.»
د "Trotamar III" په نوم د دغې ژغورونکي کښتۍ پرسونل د چهارشنبې سهار وختي شاوخوا دوې بجې او ۲۰ دقیقې چې تیاره او خاموشي وه، او دوی د یوه بل بیړنۍ ماموریت پر لور روان ول د دغې نجلۍ غږ اوریدلی دی.
د کمپاس کولیکټیف سازمان زیاته کړې ده: «له سیرالیون څخه دغه یولس کلنه نجلۍ له دوو ژغورونکو واسکتونو سره چې له هوا ډک ول او یو د ژغورنې ساده واسکټ سره د درو ورځو راهیسې د اوبو د پاسه لامبو وهله.»
بل لور ته د «لا ریپابلیکا» ورځپانې رپوټ ورکړی دی چې یوه ایټالیوي ډاکتر تر معاینې وروسته شک کړی دی چې دغه نجلۍ شاوخوا ۱۲ ساعته د سمندر د اوبو د پاسه پاتې شوې ده.
د ژغورونکو په حواله دغې نجلۍ ورته ویلي دي چې کښتۍ یې په تونس کې ماته او په طوفان کې ډوبه شوې وه. د مدیترانین مرستندویه سازمان په حواله دغه نجلۍ اوس په روغتون کې ده او وضعیت یې ښه دی.
د ایټالیا خبري آژانس «انسا» رپوټ ورکړی دی چې هغه سیمه چې د مهاجرو کښتۍ پکې ډوبه شوې وه، د چهار شنبې په ورځ پکې د ساحلي ګارد او پولیسو کښتیو لټون پیل کړی دی. تر اوسه پورې نه هم کوم جسد او نه هم د ډوبې شوې کښتۍ اثار موندل شوي دي.