1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسوریه

سوریه کې د اسد د واکمنۍ پای؛ یاغیانو دمشق ښار هم نیولی

زمزمه نیازۍ | رویټرز خبري آژانس، سي ان ان
۱۴۰۳ آذر ۱۸, یکشنبه

د راپورونو له مخې بشار الاسد د یکشنبې په سهار له دمشق څخه نامعلوم ځای ته په الوتکه کې تللی دی. د سوریې لومړي وزیر ویلي، چې له مخالفینو سره همکارۍ ته چمتو او واک به هغوی ته وسپاري. یو شمیر خلک په کوڅو او لارو کې خوښي کوي.

https://p.dw.com/p/4nsuo
ویل کیږي بشار لاسد د نامعلوم هدف په لور  له سوریې وتلی .
د دمشق یو شمیر اوسیدونکي هغه مهال سړکونو ته راووتل کله چې یاغیان پلازمینې ته ننوتل او جشن او نڅا یې پیل کړه.انځور: Louai Beshara/AFP

رویټرز خبري اژانس د سوریې د یوه باخبره چارواکي له خولې ویلي، چې د سوریې د پوځ افسرانو ته د یکشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د بشار الاسد ۲۴ کلنه واکمني پای ته رسیدلې ده. د سوریې یاغیانو اعلان کړی چې دمشق «اوس د بشار الاسد له بنده ازاد شوی دی.» ویل کیږي چې یاغیان پلان لري چې د سوریې خلکو ته خپله لومړنۍ وینا د دغه هیواد په دولتي تلویزیون کې خپره کړي. د سوریې د پوځ دوو جګپوړو افسرانو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې بشار الاسد د یکشنبې په سهار له دمشق څخه په یوه الوتکه کې نامعلوم ځای ته روان تللی دی. یاغیانو ویلي چې دمشق ته پرته له دې چې پوځ په کوم ځای کې وي دننه شوي دي.

مخالفان د بشارالاسد په لټه کې دي

سوریه کې یاغایانو تیره ورځ هم د ځینو ښارونو د نیولو ادعا کړې وه.
ویل کیږي چې یاغیان د بشارلاسد د موندلو له پاره د پوځ له ځواکونو پوښتنې کوي.انځور: Omar Sanadiki/AP/picture alliance

"CNN" سي ان ان امریکايي رسنۍ د بشارا لاسد د مخالفو ځواکونو د یوې سرچینې له خولې ویلي چې د بشار لاسد د موندلو لپاره د لټون فعال عملیات روان دي او یاغیان د سوریې د پوځ او د دغه هیواد د استخباراتو له چارواکو څخه پوښتنې ګروېږنې کوي چې ښایي د هغه په اړه به معلومات ولري. د سوریې پخوانی دیکتاتور د یکشنبې په سهار پرته له دې چې د خلکو منځ کې راڅرګند شي د یوې ویډیو په خپریدو یې دمشق د نامعلوم ځای په لور پریښوده.

د سوریې لومړی وزیر: موږ چمتو یو چې واک مخالفینو ته وسپارو

د سوریې لومړي وزیر محمد الجللي اعلان وکړ چې حکومت یې د واک د بدلون په برخه کې له یاغیانو سره همکارۍ ته چمتو دی. نوموړي له خلکو وغوښتل، چې د هېواد له اوسنيو پرمختګونو سره همکاري وکړي او عامه شتمنيو ته زيان ونه رسوي. جلالي له هېواده د وتلو په اړه اوازې رد کړې او ویلي یې دي چې اوس هم په دمشق کې په خپل کور کې ژوند کوي.

په سوریه کې جنګیدونکي یاغیان څوک دي؟

د سوريې پخواني لومړي وزیر په ټولنیزو شبکو کې یو بیانیه خپره کړې او ویلي دي :«موږ په دې باور یو چې سوریه د ټولو سوریایانو لپاره ده، یو هیواد د خپلو ټولو زامنو لپاره دی او دا د یو عادي هیواد په څیر پرته له دې چې کوم ایتلاف او سیمه اېیز بلاک ته دننه له خپلو ګاونډیانو او نړۍ سره به  ښې اړیکې ټینګې کړي.» په ورته وخت کې د سوریې د یاغیانو مشر ابو محمد جولاني په دمشق کې خپلو ځواکونو ته امر کړی چې په پلازمینه دمشق کې دې له حکومتي موسسو لرې پاتې شي او دغه بنسټونه به د واک تر رسمي انتقال پورې د پخواني لومړي وزیر تر څارنې لاندې وي.

د دمشق په کوڅو کې د خلکو خوښي

د سوریې لومړي وزیر ویلي له مخالفینو سره به همکاري کوي.
د دمشق یو شمیر اوسیدونکي هغه مهال سړکونو ته راووتل کله چې یاغیان پلازمینې ته ننوتل او جشن او نڅا یې پیل کړه.انځور: AFP

د دمشق یو شمیر اوسیدونکي هغه مهال سړکونو ته راووتل کله چې یاغیان پلازمینې ته ننوتل او جشن او نڅا یې پیل کړه. یاغیانو په ټیلیګرام کې د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ: «د حاکمیت له ۵۰ کلونو ظلمونو وروسته او د ۱۳ کاله جنایت، جبر او جبري بې ځایه کیدو وروسته، نن سوریه کې د دې تورې دورې پای او د یوې نوې دورې د پیل اعلان کوو.» له هیواده د بشارالاسد له وتلو وروسته یاغیانو د سوریې په په خلکو غږ وکړ چې بیرته «آزادې سوریې» ته ستانه شي. دوی ټینګار وکړ چې دمشق له «ظالمانو» څخه پاک شوی دی.

 

د دویچه ویله خبریاله زمزمه نیازۍ
زمزمه نیازۍ د سیاسي خپرونو چلونکې، خبریاله چې تر ډیره مې تمرکز د ښځو،بشري حقونو کډوالۍ برخه کې ده.