د چاپيريال ساتنه مو له ناروغيو ژغوري
آیا پوهيدئ چې د چاپيريال ساتنه زموږ د لږ ناروغه کیدو سبب ګرځي او روحي فشارونو مو هم کموي؟ په پاک چاپيريال کې همدا ډول د خوارځواکۍ له خطره هم لېرې پاتې کيږو. له دې معلوميږي چې پاک چاپيريال زموږ د ژوند يوه مهمه برخه ده.
ککړه هوا ژوند ته خطر
د روغتيا نړيوال سازمان وايي چې په هر کال کې ۴ میليونه او ۲۰۰ زره کسان چې د زړه او سږو ناروغۍ لري د ککړې هوا يا ککړ چاپيريال له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
ګلخانه يي ګازونه
په ګلخانه يي ګازونو کې د کموالي راوستل نه یوازې د ځمکې د تودوخې مخنيوی کوي، بلکې هغه څه چې خورو د هغو غذايي ارزښت هم لوړوي. بوټي په هوا کې اضافي کاربن دایی اکسايد ګازات جذبوي او دې سره لږ پروتين او او مغزي مواد تولیدوي. دغه کمبود په ځانګړې توګه ماشومانو باندې بد اغیز کوي او روغتيايي ستونزې را ولاړوي. که د دغو ګازونو انتشار همداسې لوړ وي په سلونو میلیونه انسانان به د خوارځواکۍ له خطر سره مخ شي.
په چاپيریال کې د بوټو او ژوو رول
د بوټو او ژوو ډولونه په بې ساري سرعت سره د له منځه تلو په حال کې دي. په داسې حال کې چې بوټي او ژوي د غذايي موادو، انرژۍ، پاکې هوا او د اوبو په تامين کې مرسته کوي او له دې کبله د نړۍ له پاره حياتي اهمیت لري. نو دې کبله یې د دغو بوټو څخه ساتنه د ژوند او نړۍ د ساتنې په معنی ده.
چاپيریال دوسته ترانسپورت
د نړۍ له نیمايي نفوس څخه ډير يې په ښارونو کې ژوند کوي او دغه شمير د ډيريدو په حال کې دی. خو د ښارونو اوسیدونکي د ککړې هوا له کبله چې عامل يې نقلیه وسایط او کارخاني دي، شکايت کوي. خو چاپيريال دوسته ترانسپورت د ښاري چاپيریال سره مرسته کولی شي، لکه بایسکل، برقي موټرونه، د شخصي موټرونو پر ځای بسونه او پياده ګرځيدل.
د خاورې ښه ساتنه
د چاپيريال د خرابيدو يو اصلي دلیل هم له ځمکې څخه ناوړه استفاده ده د بيلګې په توګه د اوسيدنې په ځايونو کې د صنعتي پارکونو او کارخانو جوړول او یا د ځنګلونو وهل. دغه انځور ښيي چې د بورنئو ځنګلونه د کرهڼيزې ځمکې د رامنځ ته کیدو له پاره وهل شوي دي. خاورې يا ځمکې سره دا ډول چلن په نړۍ کې د عفوني ناروغيو د ډيريدو او د هوا، اوبو، صنعت او کرهڼې د ککړتیا سبب واقع کيږي.
خطرناکه تودوخه
د ځمکې د حرارت لوړيدا د طبيعي سختو پيښو د رامنځ ته کيدو سبب واقع کيږي، لکه د ځنګلونو سوځيدل، سيلابونه، وچکالي او داسې نورې طبيعې پیښې. د روغتيا نړيوال سازمان وايي چې دغه ډول پيښې هر کال د څه باندې ۶۰ زرو کسانو ژوند اخلي. په ځانګړې توګه په هغو هیوادونو کې چې د انکشاف په حال کې دي. کوم اقدامات چې د ځمکې د تودوخې د کمولو په موخه پورته شوي د قربانيانو دغه شمیر به راښکته کړي.
د چاپيريال د تخريب بدې پايلې
په آب و هوا کې د شديد منفي بدلون راتلل، د دې سبب ګرځي چې تر طبيعي پيښو وروسته په هغو کسانو کې روحي فشارونه ډير شي چې خپل کورنه يې له لاسه ورکړي او ځاني او مالي زیانونه يې ليدلي وي. د چاپيريال تخريبدل، د انسانانو پر روغتيا او روان باندې منفي اغيز پريږدي. له همدې کبله له طبيعت څخه ساتنه او د آب و هوا د بحران کمښت د انسانانو د رواني فشارونو په کموالي کې مثبت بدلون راوستلی شي.