د اسلام په اړه د ماکرون له اظهاراتو سره د مسلمانانو مخالفت
۱۳۹۹ آبان ۵, دوشنبهپه اکثرو اسلامي هیوادو کي تیري دوې ورځي په زرونو انسانان سړکونو او کوڅو ته راووتل او د ماکرون پر ضد یې شعارونه ورکړل. د ترکیې جمهوررئیس رجب طیب اردوغان خو حتی وویل چي ماکرون دي خپل اعصاب معاینه کړي چي ایا د رواني او روحي لحاظه جوړ دی.
ماکرون څه موده مخکي ویلي ول چي اسلام له یوه «بحران» سره مخامخ دی او د اسلامي انګیزې پر بنأ د یوه معلم تر په قتل رسیدو وروسته یې د اسلامي افراطیت په باب ښکاره الفاظ استعمال کړل.
وژل سوي معلم یوه اوونی دمخه په صنف کي د بیان د ازادۍ په باب درس په جریان کي د اسلام د پیغمبر حضرت محمد(ص) کاریکاتور ښکاره کړی وو. د یوه شاګرد په واسطه د دغه معلم تر وژل کیدو وروسته د هغه د ویر او غم د مراسمو په جریان کي ماکرون وویل چي «موږ به د دغه ډول کاریکاتورو څخه تیر نسو.»
پولیسو وروسته د ډیرو عملیاتو په جریان کي ډیر افراد او اسلامي ټولني تلاشي او وپلټلې، له هغې جملې څخه د مشکوک قاتل د فامیل غړي.
د اسلامي افراطیت او کاریکاتورنو په باب د ماکرون تر اظهاراتو وروسته د پاکستان صدراعظم عمران خان پرون یکشنبه پر ماکرون باندي تور ولګاوه چي «پر اسلام باندي یې حمله »کړې ده. په لیبیا کي د شنبې او یکشنبې په ورځ د ماکرون پرضد مظاهرې وسوې او په سوریه او د غزې په تراډه کي د هغه عکسونو ته اور ورواچول سو.
په اسرائیلو کي د فرانسې د سفارت په مخکي هم تقریبأ ۲۰۰ کسانو د شنبې په ماښام د ماکرون پرضد مظاهرې وکړې. په ځینو هیوادو کي مظاهره کوونکو د خپلو حکومتونو څخه د فرانسوی مالونو د بایکاټ کیدو غوښتنه وکړه.
تر دغي غوښتني وروسته د فرانسې خارجه وزیر پرون یکشنبې د عربي هیوادونو له حکومتونو څخه وغوښتل، چي د فرانسوي مالونو د بایکاټ اظهارت متوقف کړي. په خبره یې دغه غوښتني د اقلیت افراطيانو له خوا طرح کیږي.
خو د اردن، کویټ او قطر دوکاندارانو او مغازه دارنو د خپلو دوکانو او مغازو څخه فرانسوي مالونه و ایستل. په همدې حال کي د دې تشویش موجود دی چي د اسلامي نړۍ او فرانسې مناسبات خراب سي. د قاهرې د الاظهر پوهنتون بیا د اسلام پرضد د یوه کمپاین څخه خبرداری ورکړی دی.
ق.ن/ن.ز (AG)