1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جي۲۰ ډلې په سرمشریزه کې پر کومو موضوعاتو خبرې شوي؟

۱۴۰۳ آبان ۲۹, سه‌شنبه

په برازیل کې د «جي۲۰» ډلې د مشرانو په وروستۍ اعلامیه کې د نورو ترڅنګ له لوږې او بې وزلې سره د مبارزې، له میلیادرانو څخه د مالیې اخیستلو، په اوکراین او منځني ختیځ کې جګړو او د اقلیمي بدلونونو موضوعاتو ته اشاره شوې ده.

https://p.dw.com/p/4nADv
د جي ۲۰ ډلې سرمشریزه دا وار په برازیل کې وه
د جي ۲۰ په سرمشریزه کې د نورو ترڅنګ د ولږې او بې وزلۍ پر وړاندې نړیوال ائتلاف پر رامنځته کولو موافقهانځور: Ricardo Stuckert/PR

د برازیل په پلازمېنه ریو دي ژینیرو کې د جي۲۰ (G20) ډله د سرمشریزې په لومړۍ ورځ د یوې ګډې وروستۍ اعلامیې په خپرولو موافقې ته ورسیدله. کوربه هیواد برازیل وتوانید چې خپلې اصلي پروژې د جي ۲۰ ډلې په وروستي سند کې ځای کړي چې په هغې «له ولږې او فقر سره مبارزه او د زمکې ګرمیدل» شامل وو.

خو غړي هیوادونه په دې ناسته کې ونه توانیدل چې په باکو کې د «کوپ ۲۹» په نوم د ملګرو ملتونو سازمان د اقلیمي کنفرانس په مذاکراتو کې له بن بست څخه د وتلو لاره پیدا کړي. په وروستۍ اعلامیه کې چې د سه شنبې (د نومبر میاشتې ۱۹ نیټه) په ورځ خپره شوه، د دغو هیوادونو مشرانو اقلیمي تغیراتو ته د مالي سرچینو پر زیاتولو ټینګار وکړ، خو مشخصه یې نه کړه چې دغه سرچینې به له کومه تامينوي.

د ولږې او بې وزلۍ پر وړاندې نړیوال ائتلاف پر رامنځته کولو موافقه

د برازیل ولسمشر لوئیس ایناسیو لولا داسیلوا، وتوانید چې د فقر او ولږې پر وړاندې یو نړیوال ائتلاف رامنځته کړي چې موخه یې د روانې لسیزې تر پایه پورې ۱۵۰ میلیونه ماشومانو ته د ښه کیفیت لرونکو خوړو ته د لاس رسي بهترول دي.

د جي ۲۰ ډلې مشرانو ټینګار کړی دی چې خوړو ته د خلکو د لاسرسي له پاره لازمه پوهه او سرچینې شتون لري، خو کافي سیاسي اراده شتون نه لري. له میلیاردرانو څخه د مالیو راټولولو په هکله د جي ۲۰ هیوادونو ډلې موافقه وکړه چې له مالیاتو څخه د تيښتې د مخنیوي په خاطر به مکانیزمونو ته پراختیا ورکوي.

په وروستۍ اعلامیه کې یوازې د فوسیل سونګ توکو له پاره د سبسایډۍ تدریجي لمنځه وړلو ته اشاره شوې ده، خو په بشپړ ډول یې د حذفولو په هکله کومه ژمنه ونه شوه. په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو سازمان د اقلیمي تغیراتو په تیر کنفرانس کې د انرژۍ له دغو سرچینو څخه د استفادې پای ته رسولو له پاره پر اصولو موافقه شوې وه.

د اوکراین او منځني ختیځ په هکله حد اقل موافقه

د جې ۲۰ په سرمشریزه کې یوه بله موضوع په اوکراین او منځني ختیځ کې د جګړې زیاتیدل وه.

د چین ولسمشر شي جن پینګ خبرداری ورکړ چې نړۍ د خفګان له یوې نوې څپې سره مخامخ ده او د جګړې د شدت د مخنیوي غوښتنه یې وکړه.

د جي۲۰ ډلې مشرانو په خپله اعلامیه کې د غزې په تړانګه او لبنان کې د «جامع اوربند» غوښتنه وکړه او همدارنګه ټینګار یې وکړ چې د هغه رغوونکي ابتکار هرکلی دې وکړي چې په اوکراین کې یوه جامع او عادلانه سوله راولي. په دې حال کې روسیه په مستقیم ډول ونه غندل شوه.

د اوکراین پر خاوره د روسیې پوځي تیری لکه د تیرو غونډو په شان په مستقیم ډول ونه غندل شو، خو یوازې «د انسانانو رنځ او د جګړې منفي پایلې» لکه د انرژۍ او خوړو پر تامین یې اغیزو ته اشاره وشوه.

 په اعلامیه کې همدرانګه په غزې تړانګه او لبنان کې د بشري وضعیت په اړه د جي ۲۰ ډلې پر انديښنو ټینګار وشو او د بشري مرستو د پراخولو او د ملکیانو د حفاظت زیاتولو غوښتنه وشوه. د اعلامیې په متن کې د خپل برخلیک د ټاکلو په هکله د فلسطینیانو پر حق او د دوو دولتونو پر حل لارې ټینګار وشو.

د جې ۲۰ ډله له ۱۹ هیوادونوو، اروپایي اتحادیې او د افریقا له اتحادیې څخه تشکیل شوې ده. دغه ۱۹ هیوادونه عبارت دي له ارجنټاین، برازیل، استرالیا، چین، المان، فرانسې، بریتانیې، هند، انډونیزیا، ایتالیا، جاپان، کاناډا، مکسیکو، روسيې، سعودي عربستان، سویلي افریقا، سویلي کوریا، ترکیه او امریکا متحده ایالاتو څخه.

 د دې ډلې غړي هر کال سرمشریزه لري او دا دود دی چې په پای کې د غړو هیوادونو مشران یوه ګډه اعلامیه خپروي چې د هیڅ کوم ګډون کوونکو هیواد له پاره الزامي نه وي.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص

ولي د روسیې کورسک سیمه د اوکراین له پاره مهمه ده؟