انځورونه: جرمنيک اقوامو په لرغونو زمانو کې څه ډول ژوند کاوه؟
جرمنيک اقوام د سکانديناويايانو، انګريزانو او آلمانيانو نیکونه ول. دا جنګيالۍ قبيلې د طبيعت او چاپېريال مئينان ول. خو ورځنی کار يې څه و؟ په برلين کې يوه نندارتون دغو پوښتنو ته د ځوابونو يوه کړکۍ پرانيستې ده.
په ځان بسيا صنعتګران
جرمنيک اقوام په يوه ځای کې مېشت نه ول. بېلابېل قبايل يې د آلپ غرونو په شمال او غرو ته ورڅېرمه په سمسورو ورشوګانو کې اوسېدل. هلته به يې هرهغه څه چې د ورځني ژوند له پاره يې پکار وو، خپله جوړول. لرګي او هډوکي يې تر ټولو مهم اوليه مواد ول څو لازم شيان ورڅخه جوړ کړي. د نورو شيانو تر څنګ يې دغسې ږمونځې هم جوړولې.
ظريفې فلزي صنايع
سره له دې چې جرمنيک قومونه په بربريت او بدوي يا کوچياني ژوند مشهور ول، خو داسې ظريف او هنرمندانه فلزي صنايع هم موندل شوي، چې د هغوی له خوا په پرمختللو تخنيکونو برلاستوب يې ورڅخه ښکاري. د دغې ادعا ثبوت دغه د حيواناتو او انسانانو د سرونو نقشونه دي. کارپوهان اټکل کوي چې دا ظريف هنري اثار په يوه سطل باندې راغلي ول.
د کهربا عرضه کوونکي
هغوی پيسې نه درلودې ، خو په عوض يې د شيانو او څيزونو تبادله کوله، په تېره له روميانو سره کومو چې له کهربا ډبرو سره ډېره علاقه درلوده. لرغونپوهانو ته جوته نه ده چې د کهربا په بدل کې به جرمنيک اقوامو ته څه ورکول کېدل. کېدای شي د سرو او سپين زرو د سکو په ويلي کولو سره چې روميانو به ورکولې، دوی ځان ته زينتي آلات جوړول.
د جرمنيک اقوامو او روميانو نښتې
جرمنيک اقوامو به له روميانو سره نښتې او جنګونه هم درلودل، په تېره بیا هغه وخت چې روميانو هڅه کوله د راين سيند په لويدیځه سيمه کې هم نفوذ پيدا کړي. له بلې خوا به لرغونو جرمنو هم د روميانو پر خاورې د غارت په موخه يرغل کاوه. په دې سره به دواړه لوري يو د بل له هنرونو سره بلدېدل. دغه سراميک دېګ د جرمنو په لاس د روميانو د ظريفو هنرونو نقل ښيي.
د مرئيانو سوداګري
د دغه سړي لاسونه او پښې تړل شوې دي. دغه حقيقت ښيي چې جرمنو به خلک په مرئيتوب نيول، مثلاً د هغو دښمنانو او مېرڅمنو له جملې څخه چې دوی به په جنګونو کې ماته ورکړې وه. داسې موارد هم ثبت شوي چې روميان به نيول شوي ول خو هغوی به دې ته نه حاضرېدل چې بنديان يې د کوم شي په بدل کې معاوضه شي.
د ډنډونو دود او دستور
د نورو قومونو د فرهنګونو په مقايسه، له جرمنيک اقوامو څخه د لرغون پېژندنې له اړخه شوې موندنې لږې دي. د هغوی ډېری مصنوعات او توليدات د ډنډونو او باتلاق په سيمو کې موندل شوي دي. يو دود پکې دا و چې په جنګونو کې تر بريا وروسته به يې د مقابل مات شوي قوم غنایم ډنډونو ته وراچول. دا يو ډال يا سپر دی چې ښه ساتل شوی او ښيي چې لرګين شيان به هم دغسې ډنډونو ته ورغورځول کېدل.