جرمني: د نانوايي يو موټر له یوه کارگر سره غلا سوی
۱۴۰۳ آبان ۹, چهارشنبهد جرمني په سینسهایم کي د وچي ډوډۍ د انتقالولو یوه موټر ترغلا وروسته، پر لاري غل متوجه سو چي یو نابللی کس هم په موټر کي دی. پولیسو ویلي دي چي سربیره پردې غله پر سړک باندي نورې نښې هم له ځانه پرېښودې. پخې سوي ډوډۍ پر سړک باندي تر لویدیو وروسته ټوټه ټوټه پرتې وې.
د دغه موټر اصلي چلوونکي د دوشنبې په ورځ وچه ډوډۍ مغازې ته ورسوله، موټر یې ودراوه او د موټر کلي یې پکښي پرېښوده. کله چي موټروان ورڅخه کښته سو، نو یو نامعلوم کس موټر ته پورته سو او حرکت یې وکړ، دا په داسي حال کي ده چي د موټر د شا په برخه کي لا یو بل کس د ډوډۍ د ځای پرځای کولو په حال کي وو.
کله چي موټر د لنډ وخت له پاره توقف وکړ، نو دغه کس هم ځان له موټره واچاوه. پولیسو غلا سوی موټر یو څو سړکه هاخواته، لویې لاري ته نیژدې پیدا کړ. نوموړي غله د ډوډۍ له خرڅلاو څخه په لاس راغلي ورځنی عاید غلا کړ.
د پولیسو په حواله په مجموعي ډول څو زره یورو تاوان رسیدلی دی. پولیس اوس په غله پسې لټون پیل کړی او له عیني شاهدانو څخه يې د مرستې غوښتنه کړې ده.
GP/NZ/AG