اروپايي هیوادونو تیر کال ډير مهاجر اخراج ګړي دي
۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۶, شنبهپه لوکزامبورګ کې د «يوروشټاټ» په نوم د احصایې ادارې د جمعې په ورځ ویلي دي چې تیر کال د اروپايي اتحادیې په غړو هیوادونو کې له ۴۲۴ زره مهاجرو څخه د هیواد پریښودو غوښتنه شوې وه. د نوموړي ادارې په حواله دغه رقم تر دې د یوه کال مخکې په پرتله ۲۳ سلنه زیاتوالې ښيې.
المان: دوه پر دریمه برخه اخراجونه له ماتې سره مخامخ کیږي
ډیري دغه کسان الجزایري، مراکشي او پاکستاني اتباع دي. د دغې ادارې په حواله شاوخوا ۹۷ زره د حفاظت په لټه کې کسان البانیا، ګرجستان او سوریې هیوادونو ته اخراج شوي دي. فرانسه د اروپايي اتحادیې د هیوادونو په کتار کې له تر ټولو ډیرو اخراجونو سره په دې برخه کې په لومړي مقام کې ځای نیولی دی.
نږدې یو میلیون وګړي بې له دې چې د اقامت یا اقامې اجازه ولري په اروپايي هیوادونو کې ثبت شوي دي چې دا د ۲۰۲۱م کال په پرتله ۵۹ سلنه زیاتوالی ښيي. تر هنګري وروسته اکثره دغه کسان په المان او ایټالیا کې ثبت او راجستر شوي دي. د دغو پناه غوښتونکو لویه برخه د سوریې، افغانستان او مراکش هیوادونو اتباع دي.
د نورو موضوعاتو له پاره زمونږ یوټیوب شبکې ته سر ورښکاره کړئ:
د نورو موضوعاتو له پاره زمونږ فیسبوک شبکې ته سر ورښکاره کړئ:
د معلوماتو له مخې تیر کال د اروپایي اتحادیې ۲۷ غړو هیوادونو ته د شاوخوا ۱۴۱ زره انسانانو د ورتګ مخه نیول شوې ده.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ص