1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستیونان

آلمان په يونان کې د نازي رژيم د جرمونو له کبله بخښنه غوښتې

۱۴۰۳ آبان ۱۱, جمعه

د آلمان ولسمشر د يونان هغه کلي ته سفر وکړ چې د دويمې نړيوالې جګړې په ترڅ کې نازيانو له خاورو سره خاورې کړی وو. خو شټاينماير، د نازيانو د اشغال له کبله د تاوان د ورکړې غوښتنې رد کړې.

https://p.dw.com/p/4mTvG
د آلمان ولسمشر فرانک والتر شتاينماير او میرمن یې په يونان کې د يادون د يوه څلي ترڅنګ
شټاينمایر، لومړنی آلمانی مشر دی چې د کريتا ټاپو د کاندانوس کلي ته یې سفر وکړ.انځور: One Inch Productions/IMAGO

د آلمان جمهور رئيس فرانک والتر شټاينماير، د پنجشنبې په ورځ په يونان کې د دويمې نړېوالې جګړې په ترڅ کې د نازيانو له خوا د هغوی د اشغال پر وخت ويجاړ کړل شوي کلي ته سفر وکړ.

شټاينمایر، لومړنی آلمانی مشر دی چې د کريتا ټاپو د کاندانوس کلي ته یې سفر وکړ.

هغه وويل: «زه ستاسو، د قربانيانو او د هغوی د اولادونو څخه د هغه څه په اړه بخښنه غواړم چې آلمانانو دلته کړي ول.»

د کاندانوس کلی د ۱۹۴۱م کال د جون پر ۳مه نېټه د يونان د مقاومت پر وړاندې د آلمان د ۲۵ چتر بازانو او عسکرو د مړينې د غچ اخيستنې په توګه ويجاړ کړل شو. دا پېښه د نازي ځواکونو له خوا د دې ټاپو تر نيول کيدو څو ورځې وورسته رامنځته شوه. دا په ټول يونان کې د «شهيدانو له ۱۲۰ کليو» څخه يو دی.

شټاينماير څه وويل؟

د آلمان ولسمشر دا کلی د «آلمان د شرم ځای وباله» او ټینګار یې وکړ چې «د آلمان د يوه ولسمشر له پاره دې ځای ته راتګ او خبرې کول يوه مشکله لاره وه.»

هغه زياته کړه: «د آلماني اشغالګرو وحشت، ظلم او غير انساني چلند، نن دلته په ځانګړي توګه زما ساه اخلي. او اوس تاسې موږ ته د پخلاينې لاس را اوږد کړی دی چې زه یې له کبله ستاسې منندوی يم.»

شټاينماير، له دې کبله هم بخښنه وغوښتله چې آلمان «د جرمونو په مجازات کولو کې د څو لسیزو له ځنډ څخه کار اخیستی او دا چې تر جګړې وروسته حکومتونو «پرې سترګې پټې کړي او چپ پاتې شوي دي.»

د آلمان ولسمشر ته د نازيانو له قتل عام څخه ژونديو پاتو شويو ښه راغلاست ووايه. له راټولو شويو کسانو څخه یې ځينو شعارونه ورکړل چې آلمان د جګړې د وخت د تاوان له ورکړې څخه ډډه کوي او په دې موخه یې د «عدالت» او «مبارزه به دوام ولري» په څېر نارې پورته کړې.

له ژونديو پاتو شويو څخه یې يوه چې شټاينماير، ورسره خبرې وکړې ۹۷ کلنه ديسپينا فيتاکي، وه چې د وير په پار یې تورې جامې اغوستي وې. 

نوموړې د فرانسې خبري آژانس ته د نازيانو د اشغال د «تورو شپو» په يادولو سره وويل: «آلمانانو موږ وسوځولو، موږ یې ويجاړ کړو.»

د نازيانو له لوري د يونان اشغال له ۱۹۴۱ څخه تر ۱۹۴۴م کال پورې دوام ورکړ او دا په اروپا کې له خونړيو اشغالونو څخه يو وو، چې قحطي او د يونان د کابو ۹۰ سلنه یهودانو له منځه تلل ورسره مل وو.

د تاوان د ورکړې غوښتنه رد شوه

د شتاینمایر، پر دې سفر په برلين کې له حکومت څخه د يونان پر وړاندې د نازيانو له لوري د جرمونو د تاوان د ورکړې د غوښتنو سيوري غوړېدلی وو.

د يونان لومړي وزير کېرياکوس متسوتاکس، د چهار شنبې په ورځ ټینګار وکړ چې د تاوان موضوع «اوس هم ژوندۍ ده.» هغه وويل: «زه هیله لرم چې يو وخت به یې حل کړو.»

شتاينمایر، په دې منځ کې ټينګار وکړ چې برلين د جبران مسئله د «نړيوالې قوانينو د مخې حل شوې» ګڼي. هغه زياته کړه چې آلمان د اشغال په اړه «زموږ تاريخي مسئوليت ته ژمن پاتې دی.»

د اوشويتڅ د آزادۍ ۷۰ کاليزه

تر دې وروسته په کاندانوس کې رئيس جمهور شتاينماير، «د دې ډول پېښو د يادون د ژوندي ساتلو پر اړتيا ټينګار وکړ څو هغه څه چې پېښ شوي ول، بيا رامنځته نه شي.»

ب. ص/ ن. ز (ای اف پي، ای پي، ډي پي ای)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب