د آلمان : یهود ضد او نژاد پالونکي د آلماني تابعیت حق نلري
۱۴۰۰ خرداد ۲۹, شنبهپه جرمني کي حاکم ائتلافي حکومت د مسیحي دموکرات د اتحاد ، مسیحي سوسیال او سوسیال دموکرات گوندونو سره په گډه پریکړه وکړه چي په راتلونکي کي به هغو کسانو ته آلمانی تابعیت ورنه کول سي چي د یهودي ضد او نژادپالني په جرمونو محکوم کیږي.
د مسیحي دموکرات اتحاد گوند د داخلي چارو کارپوه ، میدلبرگ د »بیلد« په نامه آلمانۍ ورځپاڼي ته ویلي چي د یهودیت ضد او نژادپالني د جرمونو له عادي کیدو څخه د مخنیوي له پاره د تابعیت ورکولوسخت قانون ډیر مهم دی.
هغه څه چي د آلمان د حاکم او ائتلافي گوندونو دغي پریکړي باعث سوي، هغه اقدامات، لکه د اسراییلو بیرغ ته اوراچول او پر کنیسو باندي بریدونه ول چي د روان کال په می میاشت کي د غزې د جگړې د ادامې او زیاتوالي له امله د لاریونونو په ترڅ کي د جرمني په ښارونو کي رامنځته سول.
په ځینو دغو لاریونونو کي د یهودانو ضد شعارونه ورکول سول او آلماني سیاستوالو د هغو د غندلو په ترڅ کي د یهودانو ضد اقداماتو له زیاتیدو څخه خبرداری ورکړ.
د مسیحي دموکرات اتحاد د گوند د داخلي چارو کارپوه، میدلبرگ په خپله مرکه کي وویل، ائیتلافي دولت، د می په میاشت کي د یهودانو پرضد د نه منونکو غونډو جوړولو څخه، اوس نتیجه گیري کړې ده.
میدلبرگ ټینگار وکړ چي باید د آلمان د تابعیت په قانون کي دا ثبت سي چي د اسرائیلو د موجودیت حق د آلمان د ملي گټو یوه برخه ده.
آ./ګ.غ.پ./ا.ا.