د ګوانتانامو د شکنجو په اړه د امریکا د پخواني افسر اعتراف
۱۴۰۰ شهریور ۱۵, دوشنبهد امريکا متحده ايالاتو د ګوانتانامو زندان چې د کیوبا په سويل ختيځ کي د سپتمبر ۱۱ نيتې وروسته جوړ کړ او هلته به یې د ترهګري فعالیتونو شکمن کسان ورلیږل.
اوس د امریکا پوځ يو پخواني افسر چې په دغه زندان کي یې کار کاوه د خرابو اعمالو د سرته رسولو په باب اعتراف کړی دی. هغه چي"مستر ایکس" په دغه محبس د تحقیقاتي ټيم مهم غړې وو.
د ګوانتانامو په زندان کي " مستر ایکس" د خپلو کړنو په اړه خپله پښيماني ښکاره کړې او ويلي يې دي:«هغه څه چې ما ترسره کړی هغه شکنجه وه. په دي کې هيڅ شک نه شته چې سل په سلو کي شکنجه وه».
هغه د بنديانو څخه د پوښتنې او تحقیقاتو د يو خاص ټيم غړې وو،چې د ۲۰۰۳م کال په دوبي کي د محمدو صلاحی د تحقيق مسول وو. صلاحی په دی تورن شوی وو،چې هغه د پيلوټانو په ګمارلو کي رول درلود، کوم چې د ۱۱ سپتمبر په برید کي یې ګډون درلود.
له شکنجه کونکي سره خبری اترې
محمدو صلاحي د ۲۰۱۶م کال په اکتوبر مياشت کی تر ۱۴ کلونو وروسته وروسته د ګوانتانامو د زندان څخه آزاد شو. ویل کیږې چې دغه موريتانیای وګړې پرته له دلیل او کوم تور څخه بندی شوې وو. " مستر ایکس" ويلي دي،چې هغه صلاحي محبور کړی چې څو ساعتونه پر ملا کړوپ ودريږې. برسیره پر دې د داسی لوړ موزيک چې غوږونه کڼوي هغه يې پرې اوريدلي او دغه راز په پرله پسې ډول يې د فلش نور په واسطه شکنجه کړی دی.
برسیره پر دې محمدو صلاحي د ګرم او سوړ دوش په کولو کي له جسمی تاو تريخوالی سره مخ او شکنجه شوی دی. اوس ویل کیږی چې د صلاحې سره تر شکنجه کیدو ۱۷ کاله وروسته " مستر ایکس" ورسره ويدوي اړیکه نیولي ده او خپله پښيماني یې څرګنده کړې.
صلاحي هم ویلي چې هغه او ټول کسان يې چې د ده د زرونی،درد او رنځ سبب شوي بخښې يې. په دغه ويدیويې ارتباط کي " مستر ایکس" ويلٍي دۍ:« زه اوس هم په دي عقيده يم چې تاسې د امريکا دښمن ياستئ. خو هغه څه چې موږ ترسره کړه غلط وه. په دی کي هيڅ شک نه شته. هيچا سره بايد داسي چلند ونه شي.»