سور صليب: د ګوانتانامو زندانيان د چټکې زړېدنې نخښي ښيي
۱۴۰۲ اردیبهشت ۲, شنبهد امريکا په متحده ايالاتو او کاناډا کې د سره صليب د ډلې مشر، پاتريک هېميلتن د ګوانتانامو زندان د زندانيانو د ستونزو په هکله ويلي دي: «موږ د امريکا متحده ايالاتو پر اداره او کانګريس ږغ کوو چې په ګډه پر دې کار وکړي چې دغو ستونزو ته دومداره حل پيدا کړي.»
هېميلتن زياته کړېده: «پر دغه بايد چې د لومړيتوب په توګه اقدام وشي.»
د هيميلتن دغه تبصره له هغه څخه وروسته راغلې چې هغه پلسه شلو کالو څخه د ګوانتانامو له زندان څخه ليدنه وکړه. هغه ويلي دي چې کله چې يې په دغه زندان کې تر اوسه لا د قيد کسانو حالت وليد نو يې ټکان وخوړ. هغه وايي چې دغه زندانيان د اوږد قيد له کبله «تر اندازې د چټک زړښت نخښي» ښيي.
دغه هم ولولئ: بايدن غواړي چې د ګوانتانامو زندان وتړي
د سره صليب دغه استازي ږغ کړی دی چې د ګوانتانامو زندانيانو ته دې بهتره او وړ رواني او فيزيکي طبي مراقبت ورکړل شي او ورته اجازه دې ورکړله شي چې د کورنيو سره يې تماس نېونه زياته شي.
د امريکا د متحده ايالاتو د دفاعي چارو وزارت پنتاګون ويلي دي چې «دمګړی د دغه راپور کتنه کوي».
د ګوانتانامو کېمپ په ۲۰۰۲ کال د هغه وخت د جمهوري غوښتونکي ولسمشر جورج ډبليو بوش په امر جوړ کړل شو. په دغه زندان کې د ۲۰۰۱ کال د ترهګرو بريدونو باندني شکمن ترهګر ساتل کيږي. په دغو ترهګرو بريدونو کې تقريبا ۳۰۰۰ انسانان وژل شوي ول.
د ګوانتانامو زندان «د ترهګرۍ ضد» د امريکا متحده ايالاتو د تر حده زياتې مبارزې يو سمبول بلل کيږي. دا ځکه چې د دغه زندان سره د تحقيق طرز د زياتو نيوکو سره مل و او په هکله يې آن ويل کيږي چې په دغه زندان کې بنديان د شکنجې سره مخامخ شوي. په ۲۰۲۱ کال چې کله ولسمشر جو بايډن د ولسمشرۍ چوکۍ اشغال کړه نو په ګوانتانامو زندان کې ۴۰ زندانيان ول. د بايډن ادارې ويلي دي چې غواړي ګوانتانامو وتړي، خو تر اوسه يې د دې لپاره کوم پلان نه دی وړاندي کړی.
له دغه زندان څخه دوه پاکستاني ورونه د فبرورۍ په مياشت کې خوشي کړل شول خو ۳۰ نور کسان لا هلته زنداني دي. هيميلتن پر واشنګټن ږغ کړی دی چې د زنداني کسانو برخليک دي روښانه کړي او و بل ځای ته د هغوی د انتقال اقدام دې وکړي.
آ./ا.ا./ن.ص.