هندي کشمیر کې ۷ کسان په ډزو وژل شوي دي
۱۴۰۳ مهر ۳۰, دوشنبهد هندوستان پولیسو دا یوه «تروریستي حمله» بللې او پړه ېې پر هغو وسله والو وراچولې چې په کشمير کې د هندي حاکميت پر ضد جګړه کوي. زیاته شوې ده چې پېښه د منازعې په سيمه کې د سونمارګ تفريحي ښارګوټي ته نژدې شوې ده.
پولیس وايي لږ تر لږه دوو وسله والو کسانو پر چارواکو او کارګرو «له توپير پرته» ډزې وکړې چې دوه کسان د پېښې په ځای کې ووژل شول او لس نور روغتون ته انتقال شول چې د هغو له ډلې هم پنځو ېې په روغتون کې ساه ورکړې.
په وژل شوو کسانو کې پنځه ېې مسئولین او غیرځايي کارکوونکي، یو کشميری کارګر او یو ډاکټر شامل دي.
د اسوشتيد پریس خبري آژانس د رپوټ پر اساس، دغه حمله د یکشنبې په شپه لږ وروسته له هغې وشوه چې کارګر خپلو هستوګنځايونو ته راستانه شول. خبرځای زیاتوي چې په سملاسي توګه د دغې حملې مسئولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
په کشمېر کې تر ټولو لوړپوړي منتخب چارواکي، عمر عبدالله، دغه حمله غندلې ده. هغه پر اکس شبکه دا یو «شرمناکه او بزدلانه» عمل بللی دی.
د هند تر کنټرول لاندې کشمير کې د تونل دغه مهمه پروژه چې په جوړېدو به ېې کشمير له لداخ سره ونښلول شي، په سلونو ځايي او غیرځايي کارګر کار کوي. دا د کشمير یوه سړه سیمه ده چې د کال نیم وخت پر واورو پوښل شوي وي.
(AP)mks/nz