حماس په اسرائيل باندې بريد کې »لږ تر لږه ۲۲ تنه وژلي«
۱۴۰۲ مهر ۱۵, شنبهنيمه پوځي فلسطينيانو د حماس ډلې په مشرۍ د شنبې په سهار(د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر ۷نېټه) د غزې له تراډې څخه پر اسرائيل باندې »په زرونو توغندي« توغولي دي. د اسرائيلي پوځ په حواله اسرائيلي عسکر د غزې تراډې په شاوخوا کې د اورپکو فلسطينيانو په وړاندې جګړه کوي. د پوځ يوه وياند ويلي چې بريد کوونکي د پاراګلايډ چتريو، د سمندر او ځمکې له لارې اسرائيل ته ننوتلي دي. داسې راپورونه هم شته چې حماس لږ تر لږه درې تنه اسرائيليان يرغمل کړي دي.عباس د «پخلاينې کمېټې» غوښتونکی شو
د اسرائيل حکومتي مشر بنيامين نتانياهو ويلي چې هېواد يې له حماس سره »په جګړې« بوخت دی او دا چې »د احتياطي عسکرو د هراړخيز بسيج« امر يې کړی دی. د هغه په خبره »دښمن به يوه بې سارې بيه پرې کړي.«اسرائيل ۲۵ نورې پرمختللې اف-۳۵ جنګي جیت الوتکې پېري
په آلمان کې د اسرائيل سفير رون پروسور ويلي دي چې »د دفاع تر څنګ به د بريد مسئولين مجازات« هم شي. پروسور ويلي چې د حماس ډلې تر څنګ چې د اروپايي ټولنې، متحده آيالاتو او اسرائيل له اړخه يو تروريستي سازمان بلل کيږي، ايران هم د بريد تر شا ولاړ دی. په دې ترڅ کې د آلمان د لومړي وزير اولاف شولڅ تر څنګ د نړۍ ډېرو نورو مشرانو هم د حماس له خوا پر اسرائيل دغه ناڅاپي بريد غندلی دی.