1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

منځنی ختیځ: پر اسرائیل د حزب الله توغندیز برید

شمس الرحمن ناصر | فرانس پريس، ای پي، ډي پي ای، رويترز
۱۴۰۳ آذر ۵, دوشنبه

پر اسرائیل د حزب الله دا بریدونه تر اوسه پورې یوه له تر ټولو لویو حملو څخه ده چې څو توغندي په کې تل ابیب پورې رسیدلي دي. بل لور ته په متحده عربي اماراتو کې د یوه اسرائیلي ربي د وژل کیدو په تور دری تنه نیول شوي دي.

https://p.dw.com/p/4nO4o
له لبنان څخه د حزب الله له خوا د توغندیو له توغول کیدو وروسته د ژغورنې عملیات
مرستندویه کارکوونکو ویلي دي چې لږ تر لږه ۷ تنه ټپیان شوي ديانځور: Ammar Awad/REUTERS

اسرائیلي پوځ ویلي دي چې د یکشنبې (د نومبر ۲۴ نیټه) په ورځ پر اسرائیل تر ۲۵۰ ډیر توغندي توغول شوي دي. پوځ ویلي دي چې د حزب الله وسله والو له لبنان څخه د اسرائیل په شمال او مرکزي سیمو توغندي توغولي دي چې یو شمیر یې تل ابیب ته هم رسیدلي دي.

مرستندویه کارکوونکو ویلي دي چې لږ تر لږه ۷ تنه ټپیان شوي دي. اسرائیلي پوځ وویل چې ډیر شمیر توغندي خنثی کړای شوي دي، خو یو شمیر یې د اسرائیل په مرکزي برخو کې ودانیو ته زیان اړولی دی.

همدا د یکشنبې په ورځ تر دې مخکې اسرائیل د حزب الله تر کنترول لاندې په لبنان کې د بیروت پر سویلي اطرافي سیمو بریدونه کړي ول، په داسې حال کې چې د شنبې په ورځ هم اسرائیلي پوځ د بیروت پر مرکزي سیمو ډیرې قوي حملې کړې وې، چې په کې د لبناني پوځيانو په ګډون ډیر شمیر خلک وژل شوي وو.

د اسرائیل او حزب الله ترمنځ شخړه د سپټمبر په وروستیو کې هغه وخت زور واخیست چې حزب الله د حماس په ملاتړ پر اسرائیلو د بریدونو لړۍ پیل کړه.

متحده عربي امارتو کې د ربي د قتل په موضوع کې نیونې

د امارات د کورنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ وویل چې د یهودي ربي تزوي کوګن د قتل په شک یې دری تنه نیولي دي. وژل شوی ربي مولداوي نژاده اسرائیلی و.

د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو دفتر او بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ ویلي و چې د امارات امنیتي خدماتو د هغه مړی موندلی و، خو نه هم اسرائیل او نه هم امارات د کوګن د وژل کیدو د څرنګوالي په هکله جزویات ورکړي دي.

د اماراتو د دولتي خبري آژانس «ډبلیو ای ایم کې» له خوا په خپره شوې یوه اعلامیه کې ویل شوي «د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې چارواکو په ريکارډ لنډه موده کې دننه په قتل کې ښکیل دری تنه مجرمین نیولي دي.»

د متحده عربي اماراتو د کورنیو چارو وزارت د اسنادو په حواله اماراتو ته د ننوتلو پر وخت کوګن خپل هویت د «یوه مولداویایي تبع په توګه ښودلی و»، چیرې چې هغه اوسیده.

د اسرائیل او مولداویا دوه ګوني تابعیت درلودونکي ۲۸ کلن ربي د یهودانو د یوه داسې ډیر ارتودوکس ډلې پورې تعلق درلود چې په ټوله نړۍ کې د خپل لاس رسي د هڅو له کبله مشهوره ده.

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2