پاکستان کې قهريدلو کسانو د هندوانو يو معبد تخريب کړی
۱۴۰۰ مرداد ۱۴, پنجشنبهد پاکستان د مرکزي ایالت پنجاب پولیسو، نن پنجشنبه د آلمان خبري آژانس ته ویلي چي د یوه اته کلن ماشوم تر خلاصیدو وروسته چي مقدساتو ته په توهین تورن وو، یوه ډله قهرجنو د هندوانو پر یوه معبد حمله وکړه او هغه یې تر ډیره ځایه وران کړی دی.
د رحیم یارخان د ښار چارواکو ویلي چي ددغه وضعیت د آرامولو او د هندوانو له اقلیت څخه د ساتني له پاره یې له پوځي ځواکونو مرسته غوښتې ده.
د پاکستان د پولیسو د یوه ویاند په خبره، ددغه هیواد یو تن روحاني کس، نوموړی اته کلن ماشوم د یوې مدرسې په کتابخانه کي د ادرار (بولو) په کولو متهم کړی وو. خو بیا هم یوې محکمې د کم عمر درلودلو په دلیل د دغه ماشوم د آزادیدو حکم صادر کړ.
په پاکستان کي مذهبي مقدساتو ته سپکاوی د مرگ په سزا مجازات کیږي.
دغه وروستۍ پیښه کیدای سي په پاکستان کي چی ۹۵ خلک یې مسلمانان جوړوي، د مذهبي اقلیتونو د خراب وضعیت یوه بیلگه وي.
پاکستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چي د بشري حقونو د فعالانو په حواله پکښي، د ادیانو آزادي تر ډیره ځایه تر پښو لاندي کیږي. په پاکستان کي اسلام او یا هم د اسلام پیغمبر ته د توهین تور کیدای سي سخت غبرگونونه راوپاروي.
په تیرو وختونو کي تورن کسان په ډزو ویشتل سوي، اور وراچول سوی او یا هم د مرگ ترسرحده وهل او ټکول سوي دي.
GP/BS/AG