پاکستان ته د حکمتيار سفر؛ د سولې هڅې او که نوې صف بندي؟
۱۳۹۹ مهر ۲۹, سهشنبهگلبدين حکمتيار په داسې حال کې پاکستان ته په سفر تللی دی چې څو ورځې تر دمخه د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله دغه هيواد ته سفر کړی وو. د دغه سفر په ترڅ کې د عبدالله دروند هرکلی شوی وو او نوموړي د پاکستان له لوړو پوړو چارواکو سره خبرې وکړې. بل لوري ته پاکستاني ژورناليستانو او مبصرينو ويلي ول چې دا لومړی ځل دی چې يو افغان سياستوال د پاکستان په اړه دومره نرمه لهجه کاروي.
حکمتيار هم د دوشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قريشي سره وليدل. حکمتيار هلته د خبرو پر وخت پاکستان خپل دويم کور وباله. د پاکستان حکومتي کړۍ د نوموړي دې سفر ته د سولې د هڅو د برخې په سترگه گوري.
د حکمتيار او پاکستان اړيکي
د حکمتيار په اړه ويل کيږي چې نوموړی په اويايمه لسیزه کې په افغانستان کې د سردار محمد داود خان د حکومت پر وخت د پاکستان له ملاتړ او سرپرستۍ برخمن شو. حکمتيار ته په افغانستان کې د يوه سخت دريځه په سترگه کتل کيدل چې د ښځو په اړه یې ډېر محافظه کار فکر درلود. د افغان جگړې پر وخت داسې انگیرل کيدل چې حکمتيار د پاکستان له استخباراتي ادارو سره ډېرې ژورې اړيکي لري. نوموړي نه يوازې د پاکستان د جماعت اسلامي گوند سره ډېرې نزدې اړيکي لرلې، بلکې د پاکستان په ټولو جهادي کړيو کې یې ځانگړی مجبوبيت درلود.
د سبتمبر د يولسمې نیټې تر بريدونو وروسته حکمتيار هم د امريکا د بريدونو پر وړاندې د مقاومت لاره غوره کړه خو نوموړی څو کاله تر مخه د افغان حکومت سره تر خبرو اترو وروسته له حکومت سره پخلا شو چې دې کار ته یې د طالبانو له خوا په ښه سترگه ونه کتل شول. خو داسې انگیرل کيږي چې حکمتيار او طالبان دواړه له اسلام آباد سره نزدې اړيکي لري.
د سولې له پاره هلې ځلې
په پاکستان کې ډېری په دې آند دی چې اسلام آباد په ډېر اخلاص سره په افغانستان کې د سولې له پاره په هلو ځلو بوخت دی او دا سفر هم د همدې هڅو برخه ده. په ملگرو ملتونو کې د پاکستان پخوانی سفیر شمشاد احمد خان وايي چې د افغانستان د سولې په پروسه کې پاکستان اصلي اړخ دی په داسې حال کې چې ايران، هند او امريکا يوازې خپلو گټو ته گوري.
نوموړی زياتوي: «په افغانستان کې خلک له جگړې ستړي شوي دي. د هغه ځای ناامنۍ پاکستان هم سخت اغیزمن کړی دی، نو په دې توگه له اسلام آباده به څوک ډېر سولې ته ليواله وي؟» نوموړي زياته کړه: «پاکستان په پوره اخلاص سره په دغه جنگ ځپلي هيواد کې د سولې له پاره هلې ځلې کوي او اوس به نور افغان مشران هم پاکستان ته سفرونه کوي او د سولې بهير به مخکې وړي.»
هند ته یې پېغام
د ساينس او تکنالوژۍ د ملي پوهنتون د امن او ثبات د نړيوالې څانگې څخه ډاکتر نجم الدين په آند د حکمتيار دا سفر څو موخې لري: «يوه موخه خو یې داده چې په افغانستان کې د سولې له هڅو سره مرسته وشي. طالبان او حکمتيار سره سيالان دي خو د هند سره مخالفت هم لري او پاکستان دا هم غواړي چې د حکمتيار او طالبانو ترمنځ روغه وکړي. دريمه دا چې د دې ډول سفرونو سره د پاکستان تله هم درنيږي او نړۍ ته ښيي چې د دې هيواد پرته په افغانستان کې د سولې پروسه آسانه نه ده.»
د راتلونکي له پاره صف بندي
د اسلام آباد د پریستن پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانگې څخه ډاکتر امان ميمن په دې آند دی چې پاکستان په افغانستان کې د سولې پروسې د ناکاميدو په صورت کې د کورنۍ جگړې امکان ويني. نوموړي په دې اړه زياته کړه: «په هغه صورت کې به هند په افغانستان کې خپل نفوذ قوي کړي. پاکستان تحريک طالبان ډله او نور پاکستاني مخالف عناصر به د اسلام آباد د حکومت پر ضد وکاروي نو زما په آند پاکستان له دې کبله هم د سولې له پاره هلې ځلې کوي.»
ډاکتر امان ميمن زياتوي: «په افغانستان کې روان تاوتريخوالي ته په کتو سره داسې بريښي چې دغه هيواد احتمالاً د کورنۍ جگړې پر لور تلای شي. په دې ډول وضعيت کې پاکستان له داسې عناصرو سره چې د هند مخالف وي، د ښو اړیکو غوښتونکی دی. طالبان او حکمتيار دواړه د هند مخالف دي. له همدې کبله پاکستان له دوی سره ښې اړيکي غواړي.»
عبدالستار، اسلام آباد
زموږ له آرشيف څخه: