په برلین کي د درو ابراهیمي ادیانو ګډ کور جوړیږي
۱۳۹۹ آبان ۱۶, جمعهد تقریبأ لسو کالو راهیسي د درو دغو توحیدي ادیانو د یوه ګډ کور جوړولو مفکوره پلان او ورباندي بحثونه کیدل. لکه څنګه چي د دغي پروژې د بنسټ اداري رئیس، رولاند شټولټه خبر ورکړ اوس به نو د هغه کار په دوو میاشتو کي شروع سي. دغه پروژه چي د کرونا وبا په خاطر هم ځنډیدلې وه، د زاړه برلین په منځ کي به جوړه سي.
د «ګډ کور»د جوړولو بنسټ کي ۲۰ تنه غړیتوب لري، چي د برلین د ښاروال، میشاییل میولر له خوا یې ریاست پرمخ وړل کیږي. د ۲۰ غړو په منځ کي د درو ادیانو مشهوره نمایندګان او همدارنګه د برلین د کلتوري ټولنو مهم نمایندګان شامل دي.
د برلین ښاروال د دغي پروژې(مافوق ادیان) څخه ډیر رضاییت ښکاره کړ او ویې ویل، چي«که دلته جوړه نسي، نو بیا چیري؟» دغه ګډ کور به د مخامخ کیدو او ملاقات له پاره ډیر مساعد ځای او د ښار له پاره یو لوی غنیمت وګرځي. د ګډ کور دغه پروژه به د نړۍ په سطحه هم لومړنۍ پروژه وي او د زاړه ښار په منځ، یعني لاپزیکر شټراسه سره نژدې جوړه سي. هلته تقریبأ ۷۰۰ کاله دمخه د پیتریک کلیسا موجوده وه، چي د برلین په تاریخ کي ډیره مهمه وه.
په راتلونکو پنځو کلونو کي به نو د دغي کلیسا پر لرغونو بقایاوو باندي د مسلمانانو، یهودانو او عیسویانو دپاره یو مسجد، یوه کنیسه او یوه کلیسا جوړه سي.