رپوټ: طالبانو په ۲۰۲۴ کې له بشري حقونو سرغړونو ته دوام ورکړی
۱۴۰۳ دی ۲۸, جمعهد بشر حقونو د څار سازمان خپل د ۲۰۲۴م کال په رپوټ کې ويلي دي چې په دغه کال کې هم په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو او پر خبریالانو او مدني فعالانو حملو او شکنجو ادامه درلوده.
یاد سازمان د جمعې په ورځ په ۲۰۲۴م کال کې په ټوله نړۍ کې د بشري وضعیت په هکله خپل رپوټ خپور کړ چې په کې په افغانستان کې بشري وضعیت ته هم اشاره شوې ده.
په دغه رپوټ کې ویل شوي چې طالبانو په ۲۰۲۴م کال کې هم د ښځو حقونو محدودولو ته ادامه ورکړې ده. په رپوټ کې د طالبانو د امر بالمعروف قانون ته اشاره شوې چې د تېرکال په اګست میاشت کې اعلان شو.
دغه قانون ښځې په عامه نقلیه وسایطو کې د نارینه محرم پرته له سفر کولو منع کړي او همدارنګه ېې له ښځو غوښتي چې په عامه ځایونه کې ېې مخونه پټ کړي. د طالبانو امر بالمعروف قانون په عامه ځایونو کې د ښځو له خوا د بدلو ویل او له کوره بهر ېې د غږ اورېدل منع کړي دي.
ورته نور ولولئ:طالبانو په ننګرهار کې یوه ښځه او یو سړی په درو وهلي
په رپوټ کې راغلي چې طالبانو ښځې او نجونې د لباسي مقرراتو د نه رعایت په دلیل نیولي چې ځينې ېې څو ورځې له خپلو کورنیو سره د اړیکو درلودلو پرته، «له فزیکي تاوتریخوالي، ګواښ او بېرې» سره مخ شوي دي.
غیرقانوني وژنې، شکنجې او اجباري لادرکه کېدل
د بشري حقونو د څار سازمان په حواله، د یوناماد موندنو پر اساس، په ۲۰۲۴ کال کې د خپلسرو نیونو ۹۸ پېښې مستند شوي دي. په رپوټ کې دغه راز راغلي چې د پخواني حکومت چارواکو یا د پخواني حکومت د امنيتي ځواکونو له غړو سره د شکنجو او بد چلند ۲۰ مورده ثبت شوي دي.
د دغه رپوټ له مخې، په دغه کال کې ۹ تنه پخواني امنيتي ځواکونه وژل شوي دي. پر دې سربیره یوناما داسې رپوټونه ترلاسه کړل، ځينې هغه افراد چې له پاکستان څخه اړ شوي چې بېرته افغانستان ته ستانه شي، له شکنجې، بد چلند او د آزار او اذیت له مختلفو اشکالو سره مخ شوي دي.
د بشري حقونو د څار سازمان وايي طالب چارواکو بدنی تنبيې ته هم ادامه ورکړې لکه په عام محضر کې په درو وهل چې مشخصاً په دې تړاو ۱۴۷ نارینه او ۲۸ ښځې په عام محضر کې په درو وهل شوي دي.
ورته نور ولولئ:طالبانو په لومړي ځل پر يوه نارينه د «قذف» حکم عملي کړی
د دغه رپوټ پر اساس، په ۲۰۲۴م کال کې په افغانستان کې ال جی بي تي کیو افراد هم د جنسي تمایلاتو یا جنسي هویت په خاطر له آزار او اذیت او بدرفتاریو سره مخ ول چې دغه ډول کړنې کېدای شي شکنجه وګڼل شي.
پر رسنیو او مدني ټولنو حملې
د بشري حقونو د څار سازمان رپوټ کې ويل شوي چې طالبانو په ۲۰۲۴م کال کې د بیان او رسنیو آزادي محدوده کړې او د ورځپاڼو چلوونکي او نور منتقدان ېې په خپلسري توګه نیولي او شکنجه کړي دي. په دغه رپوټ کې د رسنیو د ژونديو خپرونو ممنوعیت ته هم اشاره شوې ده. طالبانو دغه راز د دغو رسنیو په بحثونو کې پر طالبانو نیوکې کول ممنوع کړي دي.
یاد سازمان همدارنګه د طالبانو ادارې له لوري د خبریالانو نیولو ته هم کتنه کړې ده. رپوټ کې راغلي چې په ۲۰۲۴م کال کې د خامه پرس مشر، منصور نیکمل، د پژواک سیمیز خبريال سیف الله کریمي، د ګردش اطلاعات خبري مرکز کارکوونکي جواد رسولي او عبدالحق حميدي او احسان اکبري د طالبانو له لوري نیول شوي او بیا بېرته خوشي کړل شوي دي.
رپوټ ويلي چې په اکثرو مواردو کې طالب چارواکو د دغو نیونو د دلیل او دا چې نیول شوي کسان به محاکمه کيږي هم او که نه، هېڅ معلومات نه دي ورکړي.
ورته نور ولولئ: طالبانو په کونړ کې د يوې ښځې په ګډون اته کسان په درو وهلي
د بشري حقونو د څار سازمان په خپل رپوټ کې واضح کړې چې نیول شوو خبریالانو مدافع وکیل ته لاسرسی نه درولود او په ځینو مواردو کې د هغو کورنیو ته هم د لیدو کاتو اجازه نه ده ورکړل شوې.
پر ملکیانو حملې
که څه هم طالبان ادعا کوي چې په افغانستان کې پوره امنیت تامين دی، خو د بشري حقونو د څار سازمان رپوټ د طالبانو په حاکمیت کې پر ملکیانو شوو حملو ته اشاره کړې ده.
رپوټ ويلي چې په افغانستان کې د «اسلامي دولت» یا داعش خراسان څانګې، پر قومي او مذهبي لږکیو، په ځانګړې توګه هزاره ګانو او په خپله طالبانو باندې څو حملې کړي چې په کې ملکی افراد وژل شوي او ټپيان شوي دي.
ورته نور ولولئ: ملګري ملتونه طالبانو ته: پر ښځو طبي زده کړې مه بندوئ
دغه بشري سازمان وايي چې داعش د می میاشتې په ۱۸مه د یو بیان په خپرولو، غیردولتي سازمانونه، رسنۍ او مرستندوی آژانسونه وګواښل.
په دغه رپوټ کې راغلي چې په ۲۰۲۴م کال کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د محدودیتونو د ډېرېدو په دلیل، نړیوالو محکمو ته د دغې موضوع د ارجاع له پاره هڅې وشوې.
د تلې په میاشت کې آلمان او درې نورو هېوادونو ګواښ وکړ چې د طالبانو د سیاستونو له هغې جملې د ښځو پر وړاندې د جنسیت پر اساس د سیستماتیک تاوتریخوالي په دلیل، هاګ نړېوالې محکمې ته شکایت وکړي.
طالبانو تر اوسه د بشري حقونو د څار سازمان دغه رپوټ په هکله څه نه دي ويلي، خو د دوی ادارې تر دې مخکې پخوانيو امنيتي ځواکونو ته د ګواښونو په ګډون، افغانستان کې د بشري حقونو د ناوړه وضعیت په هکله، د نړېوالو سازمانونو تقریباً ټول دا ډول رپوټونه رد کړي دي.
له آرشیف څخه: