د مګرو ملتونو عمومي مونشي طالبان په جنګي جنایت تورن کړل
۱۴۰۰ مرداد ۲۳, شنبهد ملګرو ملتونو سازمان عمومي مونشي وایي چې له افغانستان څخه ترلاسه شوي رپوټونه، په ځانګړي توګه له هغو حقونو څخه د ښځو او نجونو د محرومه کولو به هکله چې دوی یې د ترلاسه کولو له پاره سخته مبارزه کړې ده، ډير زړه بوږدونکي او وحشتناکه دي.
د آلمان خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ ګوتیرش د جمعې په ماښام خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې پر ملکي خلکو برید د جنګي جنایت مترادف دی.
له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ له پیل راهیسې طالبان د دغه هیواد په مختلفو برخو کې په ډیرې چټګۍ سره د پرمختګ په حال کې دي. د بهرنیو ځواکونو تر وتلو مخکې طالب جنګیالیو یوازې پر کوچنیو ښارونو تسلط درلود، خو نه وو توانیدلي چې د هیڅ کوم ولایت مرکز ونیسي.
په تیرو اتو ورځو کې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه نیمایي یي د طالبانو لاسو ته ولیدلي دي او هره ورځ یې په شمیر کې زیاتوالی رامنځته کیږي.
د رپوټونو په حواله طالبانو د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د اګست ۱۳مه) د پلازمېنې کابل تر ۵۰ کیلومترۍ پورې پرمختګ کړی دی او اټکل کیږي چې په راتلونکو ورځو کې پر کابل بریدونه پيل شي.
د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت د ارزونې په حواله طالبان اراده لري چې کابل په بشپړ ډول محاصره کړي او له نورو ولایتونو سره یې اړیکې پرې کړي.
د «جهل او وحشت لښکر» پرمختګ
د «طلوع نیوز» خبري شبکې د یوه رپوټ پر بنسټ د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د جمعې په ورځ تر یوه امنیتي غونډې وروسته اعلان وکړ: «دولت [د جهل او وحشت لښکر] په مقابل کې اودریږي او له خپلو ټولو امکاناتو سره د دې هجوم په مقابل کې له ملي مقاومت څخه ملاتړ کوي».
په همدې منځ کې لویدیځو هیوادونو له افغانستان څخه د خپلو ټولو دیپلوماتانو او د خپلو نمایندګیو همکارانو د ایستلو لړۍ پيل کړې ده.
د پنټاګون ویاند، دې ته په اشارې سره چې په اوس وخت کې کابل د سقوط له خطر سره نه دی مخامخ، د افغانستان رهبري، ادارې او نظامي ځواکونه د طالبانو د هجوم پر وړاندې په لازم مقاومت نه کولو تورن کړل.
د ملګرو ملتونو عمومي مونشي د جمعې په ورځ په عاجل ډول د پوځي بریدونو د بندولو غوښتنه وکړه. نوموړي ټینګار وکړ چې له یوې ویجاړوونکي کورنۍ جګړې او په انزوا کې د افغانستان له پاتې کیدو څخه د مخنيوي په خاطر اړینه ده چې ښکیلې خواوې جدي خبرې اترې پيل کړي.
آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا