۴۰۰ ميليونه هندوان د کومب په مېله کې
په هند کې د مها کمب ميله پېل شوه
د کومب ميلې لومړۍ ورځ
د هند د پرياګراج په ښار کې د کمب مېله پیل شوه چیرې چې درې مقدس رودونه سره یوځای کیږي. په سهار وختي، زیارت کوونکي د اوبو په لور ورمات شول هغه يو ځای چې عقیدې او خوشالۍ سره یوځای کیږي.
له ټول هند څخه د زيارت کوونکو ورتګ
دغې مېلې ته د هند له بيلو برخو څخه زيات شمېر انسانان ورغلي دي. د ميلې پر وخت د هندو دين نارنجې جامې لرونکي سادوګان هم په لوی شمېر شرکت کوي.
د عقیدې او وجدان د پاکولو غسل
هندوان عقیده لري چې د کمب مېلې پر مهال غسل کول ګناهونه پاکوي او نجات راوړي. زیارت کوونکي وايي چې په مقدسو اوبو کې د دوی غسل د ژوند یو ځل موقعه ده.
د زیارت کوونکو ستر کاروانونه
د هند له بيلو سيمو څخه ګډون وال په ورځو ورځو له سفر وروسته د مېلې ځای ته رسيږي. د عقیدې دا عظیم سفر د دوی لپاره له ډیر انتظار څخه وروسته رښتیا شوی وي. ټول ګډونوال په مقدسو اوبو د غسل کولو لپاره تلوسه لري.
د عقیدې او ډولونو محفل
په جشن کې سرې جامې لرونکي راهبان او درویشان لیدل کیږي. د هندوانو په عقيده هغوی خلکو ته برکت ورکوي او دا ښکاره کوي چې دا یوه ستره مذهبي او کلتوري غونډه ده. خلک د ډولونو و تال او ترپ ته خوشالۍ او رقصونه کوي.
د امنیت کلکه ساتنه
د پولیسو د پرله پسې ګزمې روانې دي ترڅو د زیارت کوونکو امنیت خوندي کړي. د لویې میلې لپاره د لادرکه او موندلو مرکزونه جوړ شوي، او د یو ځانګړي اپلیکیشن له لارې زیارت کوونکي خپلې کورنۍ سره بیا یوځای کیدلی شي
د ځانګړو تیاریو لوړه کچه
د کمب مېلې لپاره ۱۵۰ زره تشنابونه جوړ شوي او پخلنځي د یو وخت لپاره تر ۵۰ زور زياتو کسانو ته خواړه ورکولی شي. د دې تر څنګ ۶۸ زره ال ای ډي څراغونه نصب شوي دي. دا روښانه څراغونه د فضا څخه هم لیدل کیږي.
عبادت او کلتور
لومړي وزير نریندر مودي دې موقعې ته د یوې "الهي موقعې" په توګه اشاره کړې ده. د هند حکومت د دې جشن لپاره ستره همکاري کړې. د هنديانو په وينا دا یو فرصت ده چې د عقیدې، وقف او کلتور په یووالي کې خلک سره یوځای کوي.