د هندوستان پر فلمي ستوري سیف علي خان د چاقو حمله شوې
۱۴۰۳ دی ۲۷, پنجشنبهد سيف علي خان د عامه اړيکو ټيم وویل چې «د ښاغلي سیف علي خان په هستوګنځي کې د غلا یوه هڅه شوې ده.» ټيم د خان له مينه والو او رسنیو غوښتې چې زغم څخه کار واخلي او د پېښې اړوند چارې ېې د پولیسو کار بللی دی. دوی زیاته کړې چې د پېښې اړوند معلومات به له خلکو سره شريکوي.
ورته نور ولولئ: د هند یو مشر: د باليووډ ځينې هنرمندان له آی اس آی سره اړيکې لري
په روغتون کې داکټرانو ويلي چې د خان ژوند ته خطر نشته. د هندوستان خبري سرچينې وايي چې دغه حمله د پنجشنبې ورځې په لومړيو ساعتونو یا له سهار مخکې په نژدې ۳ بجو داسې وخت شوې چې خان بېده و. کله چې هغه غوښتل د ځان د نجات هڅه وکړي غله پرې د چاقو حملې کړې او بیا تښتېدلی. پولیسو د پېښې پخلی کړی او وايي چې د حمله کونکي د موندلو په لټه کې دي.
۵۴ کلن خان د هندوستان سینما بالیووډ په څه باندې ۷۰ سینمايي فلمونو او همدارنګه په تلویزیوني سریالونو کې نقشونه لوبولي او د هندوستان د مشهورې ممثلې کرینه کپور مېړه دی.
ورته نور ولولئ: سلمان خان او شاهرخ خان په مرګ ګواښل شوي دي
کپور ځايي رسنیو ته وويل چې «د سیف لاس ټپي شوی چې د هغه له پاره په روغتون کې دی.»
سیف علي خان د هندوستان د کریکټ پخواني کپتان منصورعلي خان پټودي او د پخوانۍ فلمي اداکارې شرميلا ټېګور زوی دی.
ورته نور ولولئ: باليووډ به د شاه رخ خان او سلمان خان ځای ناستي ولري؟
د هغه د مهمو فلمو له ډلې د ۲۰۰۱ کال تولید «دل چاهتا هی» او د نیت فلیکس نامتو جنايي سریال «سیکریت ګيمز» دی.
د ممبي د لیلاواتي روغتون یوه لوړپوړي چارواکي، نیرج اتماني، هندوستان ټایمز ورځپاڼې ته وويل چې سیف علي خان د چاقو په ګوزارونو شپږ ځایه ټپي شوی چې دوه ېې ژور دي.
د هندوستان پریس ترست آف ایندیا خبري آژانس د پولیسو انځورونه خپاره کړي چې په ممبۍ کې د سیف علي خان په هستوګنځای کې د پلټنې په حال کې دي. زیاته شوې چې پولیسو د خان د کور له کارکوونکو هم پوښتنې ګروېږنې پیل کړي دي.
ورته نور ولولئ: د تابعيت قانون پر سر د نصيرالدين شاه او انوپم کهير لفظې شخړه
له آرشیف څخه (31.12.2023):