سياستهندوستان
هند: د یوه مذهبي جشن په ترڅ کي ۴۶ کسان ډوب سوي دي
۱۴۰۳ مهر ۵, پنجشنبهاعلان
د هند د ختیځ ایالت بیهار، له ناورینونو سره د مبارزې ادارې یوه استازي د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۴ کال د سپتمبر ۲۶) د فرانسې خبري آژانس ته وویل چي د مړه سوو کسانو په ډله کي ۳۷ کوچنیان شامل دي.
د هغه په خبره دغه کسان هغه وخت ډوب سول کله چي هغوی دهندوانو د عنعنوي جشن په ترڅ کي په هغو سیندونو او نورو ویالو کي حمام کاوه چې په سیمه کې یې له طوفانونو وروسته د معمول په پرتله ډیرې اوبه درلودې.
د مړینې دغه پیښې د سه شنبې او چهارشنبې په ورځ د بهار ایالت په ۱۵ ولسوالیو کې د هندوانو د هغه جشن په مناسبت رامنځته سوې چې میندې یې د خپلو کوچنیانو د هوساینې له پاره لمانځي.
د چارواکو په وینا د نورو جسدونو د را ایستلو لړۍ لا ادامه لري.
GP/NZ/AG