1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمپاکستان

پاکستان: داعش په خیبرپښتونخوا کې یو سیاستوال په ډزو وژلی

۱۴۰۳ آبان ۲۵, جمعه

د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت پولیسو او حکومتي چارواکو ویلي دي چې په داعش ډلې پورې تړلو وسله والو په دغه ایالت کې یو پاکستانی سیاستوال وژلی دی. دغه پیښه د خیبر پښتونخوا په باجوړ سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

https://p.dw.com/p/4n2id
پاکستاني چارواکو ویلي چې د خیبر پښتونخوا ایالت په باجوړ سیمه کې یو پاکستانی سیاستوال د داعش ډلې د جنګیالیو له لوري وژل شوی دی
داعش په خیبرپښتونخوا کې د جمعیت اسلامي ګوند یو سیاستوال په ډزو وژلی انځور: -/AFP

د پاکستان د خیبر پښتونخوا پولیسو او ځايي حکومتي چارواکو د جمعې په ورځ (۲۰۲۴م کال د نوومبر۱۵) وویل چې د دغه ایالت په باجوړ سیمه کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې پورې تړلو وسله والو کسانو یو پاکستانی سیاستوال په ډزو وژلی دی.

د پولیسو یوه جګپوړي چارواکي اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل: «په باجوړ کې د جمعیت اسلامي ګوند مشر صوفي حمید، د پنجشنبې په ورځ د لمر لوېدو پرمهال په جومات کې د لمانځه تر ادا کولو وروسته د دوو مخ پټو کسانو له لوري چې پر موټرسایکل سپاره ول، په ډزو ووژل شو.»

دغه پاکستاني چارواکي ویلي دي چې وسله وال بریدګر تر پیښې وروسته په تېښته بریالي شوي دي. دغه پیښه د خیبر پښتونخوا ایالت په باجوړ سیمه کې شوې، د افغانستان پولې ته نیږدې داسې سیمه چې پکې وسله وال فعالیت لري او وخت ناوخته ترې د شخړو او بریدونو را پورونه  ورکول کیږي.

په عین وخت کې د داعش د خراسان څانګې، پر ټیلیګرام باندې د یوه پیغام په خپرولو سره د برید مسئولیت منلی او ویلي یې دي چې د دوی «یوه جنګيالي د مرتد ګوند یو چارواکی په ډزو وژلی دی». د داعش ډلې خراسان څانګه پر مذهبي سیاسي ګوندونو تور پورې کوي چې دوی د [اسلام] د لارښوونو خلاف عمل کوي او دا چې دوی د [پاکستان] د حکومت او پوځ ملاتړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له ویاندې سره ځانګړې مرکه

د داعش ډلې خراسان څانګې تر دې دمخه هم پر پاکستان سیاستوالو او ګوندونو خونړي بریدونه کړي دي. دغې ډلې په همدې باجوړ اجنسۍ کې تیر کال پر یوه غونډه باندې ځانمرګی برید وکړ چې په نتیجه کې یې د ۲۳ ماشومانو په ګډون ۵۴ کسان ووژل شول.

په ورته وخت کې د پاکستان یوه بل جګپوړي امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط اسوشتید پریس خبري اژانس ته ويلي دي چې په باجوړ کې «یوازې سږ کال، دوی [داعش] په بمي چاودونو او هدفي وژنو سره ۳۹ کسان وژلي دي«.

د پاکستان په بلوچستان او خیبر پښتونخوا ایالتونو کې سخت دريځه وسله والي ډلې او بیلتون غوښتونکي وخت ناوخته د پاکستان امنیتي ځواکونه او د دې هیواد سیاستوال هدف ګرځوي.

په پاکستان کې پر نورو ډولو سربیرهد پاکستاني طالبانو یا تحریک طالبان پاکستان  ډله هم فعالیت کوي او کله نا کله پر پاکستاني عسکرو بریدونه کوي. په ۲۰۲۱م کال کې په افغانستان کې د طالبانو تر بیا واکمنیدو وروسته، په پاکستان کې د وسله والو ډلو فعالیتونه او بریدونه ډېر شوي  دي.