اسراییلو په غزه کي د حماس پر یوه مرکز باندي حمله کړې
۱۴۰۰ مرداد ۱۶, شنبهد رپوټو پراساس د اسراییلو د دغو هوايي بمباریو په نتیجه کي د ممکنه تلفاتو خبر نه دی ورکول سوی. تردې دمخه د اسراییلو اطفايې ویلي وه، چي د دغو بمباریو په نتیجه کي د غزې سره یې پر سرحدي فلسطیني ناحیه، ایشکول کي څلور ځایه اورونه لګیدلي دي.
تر دې دوې اوني دمخه هم د اسراییلو پوځ د غزې د تراډي څخه د راکټونو د فیرونو په عکس العمل کي د فلسطین ساحلي سیمي بمبار کړي وې.
خو تازه متقابلو حملو په تیره می میاشت کي د نظامي تشنج او کشمکشونو وسعت لا نه دی پیدا کړی، د کوم پر اساس چي د تشنج د له منځه وړلو پخاطر مصر باید منځګړیتوب کړی او په منځ کي يې اوربند رامنځته سوی وای.
د اسراییلو پوځ په تیرو څو ورځو کي د لبنان په جنوب کي د حزب الله پر هدفونو باندي هم بمبارۍ کړي دي. د اسراییلو په خبره پدې وسیلې سره هم هغوی د حزب الله له طرفه د راکټونو د فیرولو په عکس العمل کي دغه بمبارۍ کړي دي.