ايټالیا هم له افغانستانه ټول ځواکونه و ايستل
۱۴۰۰ تیر ۹, چهارشنبهد ايټاليا چارواکو نن چهار شنبه (۲۰۲۱م کال د جون ۳۰مه) وويل چې له افغانستان څخه يې خپل ټول ځواکونه را ایستلي دي او هلته يې ماموريت پای ته رسېدلی دی.
د ناټو ائتلاف غړيو په اپريل میاشت کې تر هغه وروسته چې د امريکا ولسمشر جو بايدن له افغانستان څخه د ځواکونو د ايستلو پريکړه وکړه، هم له دغه هيواد څخه د خپلو ځواکونو د ايستلو اعلان وکړ.
د ايټاليا د دفاع وزیر لورنسو ګوېريني له هغه وروسته چې له هرات څخه په لسونو عسکر د دغه هيواد پيزا هوايي ډګر ته ورسېدل، د يوې اعلامیې په خپرولو سره وويل: «تېره شپه په افغانستان کې د ايټاليا ماموريت په رسمي توګه پای ته ورسېد.»
نوموړي زياته کړه: «خو له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې ژمني چې ايټاليا هم پکې شامله ده، له دې سره پای ته نه رسيږي. دا[مرسته] به جاري وي او د پراختيايي همکاريو له پياوړي کولو څخه نيولې د افغانستان د جمهوري نهادونو تر حمايت پورې به په بر کې ونيسي.»
د ايټاليا د دفاع وزارت په حواله د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر تر ۱۱ نېټې وروسته په تېرو کابو شلو کلونو کې د دغه هيواد ۵۰ زرو عسکرو په افغانستان کې د ناټو ماموريت په چوکاټ کې دنده ترسره کړې ده.
افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو کمېدل، حکومت ولې اندېښمن دی؟
زياته شوې چې په دغه موده کې یې ۵۳ عسکر وژل شوي او ۷۲۳ ټپيان شوي ول.
ايټاليا د امريکا متحده ايالاتو، ترکیې، بريتانيا او آلمان ترڅنګ هغه پنځم هيواد وو چې د ناټو د پرېکړنده ماموريت په چوکاټ کې يې په افغانستان کې ماموريت لاره.
د ناټو د دغه غير جنګي ماموريت موخه د افغان ځواکونو روزنه وه څو د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته هغوی پر خپلو پښو ودريږي.
خو په دې وروستيو کې د طالبانو له خوا د يو شمير ولسواليو د نيولو خبرونو داسې اندېښنې رامنځته کړي چې ښايي د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته دغه ډله يو ځل بيا واک ته ورسيږي.
ب. ص/ ن. ز (AFP)