«بايدن بايد له افغانستانه پر وتلو له سره غور وکړي»
۱۳۹۹ آذر ۱۱, سهشنبهد نيويارک ټايمز ورځپاڼې د سه شنبې ورځې په خپله گڼه کې د امريکا متحده ايالاتو د برحاله ولسمشر دونالد ترمپ له خوا له افغانستانه د عسکرو د اخراج او د هغه د ټاکل شوي ځای ناستي جو بايډن د دريځ په تړاو ليکنه کړې ده.
ورځپاڼې ليکلي دي: «د بايدن حکومت د سيمه ایزې ديپلوماسۍ د ارزونې له پاره په يوه نسبتاً ښه موقف کې قرار لري. دا لا هيڅ روښانه نه ده چې په افغانستان کې د سولې په مذاکراتو کې به سياسي جوړ جاړی ترلاسه شي او که نه چې د طالبانو او د افغان حکومت ترمنځ جگړه پای ته ورسوي.»
اړونده موضوع: پنتاگون له افغانستانه د امريکايي عسکرو وتل تائید کړل
ولسمشر دونالد ترمپ څو ورځې تر مخه اعلان وکړ چې د راتلونکي ميلادي کال د جنورۍ تر پنځلسمې نيټې پورې به په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمير ۲۵۰۰ ته راکم کړي.
د نيويارک ټايمز ورځپاڼې په مقاله کې زياته شوې ده: «له افغانستان څخه د عسکرو په چټکه توگه د را ايستلو پر ځای به يو منظم اړونده سيمه ایز دريځ ډېر گټور وي. امريکايي عسکر بايد د سولې د هغه تړون په بدل کې يرغمل ونه نيول شي چې کيدای شي هیڅ رامنځته نه شي.»
اړونده موضوع: غني: د امریکايي عسکرو د وتلو پر پلان دي غور وسي
ورځپاڼې زياته کړې: «خو د عسکرو شمير ۲۵۰۰ ته له کمولو سره به په افغانستان کې د امريکايي عسکرو د ماموريت لگښت ډېر راکم شي.» له دې عسکرو څخه یې يوې برخې ته د امريکا د سفارت د امنيت ساتلو له پاره اړتيا ده.
ورځپاڼې مخکې ليکلي چې د راتلونکي ولسمشر جو بايدن حکومت د يوه بامسئوليته اخراج د طرحه کولو له پاره وخت لري.
ب. ص/ ن. ز (dpa)