"له افغانستانه د امرِيکايي بنديانو راخوشي کولو هڅې نه دروو"
۱۴۰۲ آبان ۱۲, جمعهاعلان
طالبانو شاوخوا دوه میاشتې وړاندې ومنله چې د امریکايي وګړي په ګډون ۱۶ بهرنیان له هغوی سره بندیان دي. طالبانو ویلي ول چې دغه کسان د امنیتي دلایل له مخې نېول شوي، خو افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدفیره، کرن ډیکر وايي طالبانو امریکايي اتباع ناحقه زنداني کړي.
هغې پر خپله اکس پاڼه لیکلي: «موږ به هیڅکله په افغانستان کې، په ناسمه توګه د توقیف شویو امریکایانو د راستنولو چارې بندې نه کړو.»
اغلې ډېکر زیاته کړې چې د نېول شویو امریکايي اتباعو راستنول یې تر ټولو ستر لومړیتوب دی.
رپوټونه وايي، چې طالبانو د خپلې دویم ځلې واکمنۍ په تېرو څه باندې دوو کلونو کې د امریکايي وګړو سربیره د برېتانیا او پولنډ وگړي هم نېولي دي.