۱۴۰۳ شهریور ۲۰, سهشنبهد پاکستان په بلوچستان ایالت کې پراته کوچیان د اوسني پرمختللي عصر له هر ډول اسانتیاوو بې برخې دي، چې له کبله یې له ګڼو ستونزو مخامخ دي. دغه پښتانه کوچیان له پېړیو راهیسې په پاکستان او افغانستان دواړو کې اوسیږي خو وایي اوس یې یو ھیواد ھم نه قبلوي. د دویچه ویله خبریال حمیدالله ستوری شیراني په بلوچستان کې د کوچیانو پر ژوند رپورټ راکوي۔