1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
طبيعت او چاپيريالامریکا متحده ایالات

لاس اينجلس: د اور شدت او تلفاتو په شمیر کې پرله پسې زیاتوالی

شمس الرحمن ناصر | اژانسونه
۱۴۰۳ دی ۲۴, دوشنبه

د پیلیسیډس اور اوس د لاس اينجلس د لویدیځې غاړې ګڼ میشته سیمې ته رسیدلی دی چې له کبله یې د تخلیې پروګرام هم غځول شوی دی. په دې منځ کې د تلفاتو شمیر ۲۴ ته لوړ شوی دی.

https://p.dw.com/p/4p5i5
دغه اورونه نږدې لس ورځې مخکې پیل لګېدلي ول.
دغه اورونه نږدې لس ورځې مخکې پیل لګېدلي ول.انځور: Jae C. Hong/AP Photo/picture alliance

د سیمه ایزو چارواکو په حواله په لاس اينجلس کې د ځنګلي اور له کبله د مړو شمیر ۲۴ ته لوړ شوی دی. له دې ډلې ۱۶ کسانو د ايتين په اور لګیدنه په او ۸ تنو نورو په د پيلېسسيډس د سيمې په اور لګیدنه کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

ژغورونکې عملې د کشفي سپو سره په سیمه کې لټون جاري ساتلی دی او داسې انديښنې موجودې دي چې کیدای شي د مړو شمیر لا زیات لوړ شي.

د اب و هوا د ښه وضعیت او اور وژونکو د هڅو له کبله په پیلیسیډس کې د اور د خپریدو، چې د برینټ ووډ او سان فرنینډو ګڼ میشته سیمې پر لور د غځیډو په حال کې و، تر یوې اندازې مخه نیول شوې ده.

خو د «اور د شدت او  وژونکي وضعیت» له کبله کیدای شي په راتلونکو ورځو کې حالات یو وار بیا خراب شي. تر اوسه پورې په ۲۳،۷۱۳ اکړه ساحه کې اور خپور شوی دی چې له دې څخه یوازې په ۱۳ سلنه سیمه کې تر کنترول لاندې راوستل شوی دی.

د هوا پيژندنې د ملي ادارې د اقلیمي چارو کارپوه روز شوین فیلډ وویل چې ۱۱۰ کیلومتره في ساعت سرعت سره چلیدونکي هوا ته په کتلو سره تمه کیږي چې د سه شنبې په ورځ په ځانګړي توګه خطرناک وضعیت اعلان شي.  

لږ تر لږه ۱۶ کسان لادرکه دي

د لاس اينجلس په ځنګلونو کې د لګیدلي اور له کبله لږ تر لږه ۱۶ تنه لادرکه دي. د لاس اينجلس ښاروال رابرت لونا د یکشنبې په ورځ وویل چې د ایتن د اور په ساحه کې ۱۲ او د پیلیسیډس د اور لګيدنې په ساحه کې ۴ کسان لادرکه دي.

لونا زیاته کړه چې کیدای شي د لادرکه کسانو په شمیر کې زیاتوالی رامنځته شي، ځکه کیدای شي په راتلونکو ورځو کې نوي راپورونه را ورسیږي.

د لاس اينجلس په شا و خوا کې په پنځو ځایو کې اور

په لاس اينجلس کې اور وژونکو د یکشنبې (د جنورۍ ۱۲ نیټه) په ورځ په پنځو جلا ساحو کې د اور چې په پرله پسې ډول د خپریدو په حال کې دی، د قابو کولو کوښښ وکړ .

د کالیفورنیا ګورنر ګیون نیوزوم د «ان بي سي» شبکې میټ د پریس خپرونې سره په یوه مرکه کې وویل چې ځنګلي اور د امریکا د تاریخ تر ټولو ناوړه طبیعي ناورین جوړیدلی شي.

هغه وویل : «زما له نظره دا به نه یوازې د مالي زیان له کبله، بلکې د اغیزمنې شوې ساحې د پراخوالي له کبله هم تر ټولو ناوړه وي.»

نیوزوم زیاته کړه چې هغه د ښار د بیارغونې له پاره «مارشل پلان» پيلوي. هغه وویل چې زمونږ یوه ټيم پر دې کار پیل کړی دی.

اټکل کیږي چې اور به د چهارشنبې تر ورځې دوام وکړي

په لاس اينجلس کې داسې انديښنې موجودې دي چې د خرابې هوا له کبله کیدای شي د ځنګل اور لږ تر لږه د چهارشنبې تر  ورځې پورې دوام وکړي.

د هوا پيژندنې ملي ادارې د دوشنبې له ناوخته د سې شنبې تر سهاره پورې د تېزو بادونو وړاندوېنه کړې ده چې د هوا سرعت تر ۱۱۰ کیلومتره في ساعت پورې اټکل کیدلی شي.

د اقلیمي چارو کارپوه روز شوین فیلډر وویل: «مونږ تر چهارشنبې پورې د اور د خراب وضعیت په حالت کې یو.»

تمه کیږي چې د پنجشنبې تر ورځې به وضعیت عادي حالت ته را ورګرځي. دغه اورونه نږدې لس ورځې مخکې پیل لګېدلي ول.

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2