1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
طبيعت او چاپيريالامریکا متحده ایالات

لاس اینجلس کې د قوي بادونو له امله د اور ګواښ زيات شوی

احمد ولي اڅکزی | فرانس پرس
۱۴۰۳ دی ۲۶, چهارشنبه

چارواکو په کالیفورنیا کې د قوي بادونو په اړه خبرداری ورکړی چې د اور ځپلو سیمو لپاره خطر پېښوي. د نورو ایالتونو، کاناډا او مکسیکو څخه اور وژونکي راغوښتل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4p9NQ
د اورونو له کبله د لاس اينجلس په لسونو زره کورنۍ بېکوره شوي دي
اورونو په لسونو زره کورونه ويجاړ کړي ديانځور: David Ryder/REUTERS

نوي خبرداري ورکړل شوي دي ځکه چې د سانتا انا په نوم بادونو په لاس اینجلس او د کالیفورنیا په شاوخوا سیمو کې چلېدل پیل کړي دي. له تېرو اوونیو راهیسې دوه ستر اورونه بل دي چې لږ تر لږه ۲۵ کسان یې وژلي دي. د امريکا متحده ايالاتو دغه سيمې د اضطراري حالت سره مخامخ دي.

تر سه شنبې ماښام پورې د بادونو زور لږ شوی و، خو تمه وه چې د شپې لخوا به یې سرعت زیات شي. د هوا پیژندونکو په وینا، دا بادونه د سختو اورونو د خطر سبب ګرځي. د متحده ايالاتو  د ملي هوايي خدماتو ادارې ویلي دي: "له خپلې شاوخوا څخه ځان خبر وساتئ. د تخلیې لپاره چمتو واوسئ. له هر هغه څه ډډه وکړئ چې د اور لامل کېدلی شي."

د لاس اینجلس او وینچورا ولسوالیو خطر

يادې ادارې ویلي چې د سور بيرغ خبرداري د لاس اینجلس او وینچورا ولسوالیو په شاوخوا، او د سان لوئیس اوبیسپو او سانتا باربرا په ځینو برخو کې تر چهارشنبې پورې په ځای دي.

د لاس اینجلس او وینچورا ولسوالۍ په "په ځانګړي ډول خطرناک حالت" کې وې. د وینچورا د اور وژنې د ادارې ویاند انډریو دوډ ويلي: "موږ څرخي الوتکې چمتو کړي دي چې په هر نوي اور باندې اوبه واچوو."

کاناډا او مکسيکو هم اور وژونکې تنظيموي

ستړي اور وژونکي د نورو ایالتونو، کاناډا او مکسیکو څخه مرسته ترلاسه کوي. د لاس اینجلس د اور وژنې مشر انټوني مارون وویل چې بادونه د تېرو اوونیو په پرتله دومره قوي نه دي، خو کولی شي د اور وژنې ډلې چې د څرخي الوتکو په مرسته اور وژنه کوي، پر مځکه پاته کېدو ته مجبور کړي.

هغه وویل که بادونه ۷۰ میله (۱۱۲ کیلومتره) په ساعت کې ته ورسیږي، نو د اور کنټرول به ستونزمن وي. هغه بې کوره خلکو ته هم خبرداری ورکړ چې د سړې هوا څخه د ځان ساتلو لپاره دې اورونه نه بلوي.

د ۹۰ زرو کورنیو لپاره بریښنا پرې شوې

د شاوخوا ۹۰ زرو کورنیو لپاره بریښنا پرې شوې وه چې د برېښنا لینونو له امله د نویو اورونو د بلېدو مخه ونیول شي. سلونو کسانو ته د تخلیې امر شوی او شاوخوا ۸۸ زره کسان بې ځایه شوي دي، چې دا د تېرو اوونیو نیمايي شمېر دی.

یو شمېر اوسېدونکو ته په چټکۍ سره د تخلیې امر شوی دی. سونیا جکسن د لاس اینجلس ټایمز ته وویل: "موږ ټول يوازې له خپلو جامو سره وتښتېدو. موږ فکر کاوه چې سهار به راستانه شو. موږ فکر نه کاوه چې اورونه به هغه څه وکړي چې ويې کړل."

پولیسو ویلي چې شاوخوا ۵۰ کسان د غلا، د ګرځبندیز د سرغړونې، په اور زونونو کې د ډرون الوتکې الوزولو او نورو جرمونو په تور نیول شوي دي. ځینې د وړو اورونو د بلولو په تور نیول شوي دي.

د کالیفورنیا والي ګیوین نیوسم د سې شنبې په ورځ (د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ ۱۴مه) د ژمي د توپانونو او ځمکې ښوېدنې د خطر له امله د کثافاتو د لرې کولو ټیمونو ته د چمتووالي امر وکړ.

د بیمې له مخې د زیانونو اټکلونه د ناورین د خرابېدو په ترڅ کې زیات شوي دي. د اکیو ویدړ په نوم ادارې د ټول زیان اټکل د ۲۵۰ او ۲۷۵ میلیارد ډالرو (۲۴۲ او ۲۶۷ میلیارد یورو) ترمنځ کړی دی.

د لاس اینجلس سیمه د وچکالۍ له یوې دورې سره مخامخ ده او سږ کال پکښې نږدې لسونه ځنګلي اورونه بل شوي دي. د هالیووډ د جایزو  پروګرامونه هم د بحران له امله ځنډول شوي دي.

Deutschland Bonn | Ahmad Wali Achakzai
احمد ولي اڅکزی احمد ولي اڅکزی له بن څخه د افغانستان او سیمې په تړاو مختلفو موضوعاتو باندې راپورونه جوړوي.