په هند کي مځکه ښوېدلې؛ په لسونو کسان مړه سوي دي
۱۴۰۳ مرداد ۹, سهشنبهد ځايي چارواکو په حواله د هند په وایاناد ولایت کي د دغي مځکي ښویدني په تړاو د مړیني ۳۶ پیښي ثبت سوي دي. پوځ د سې شنبې په ورځ څرگنده کړه چي په دغه پیښه کي په سلونو انسانان لادرکه سوي او څه د پاسه ۲۰۰ سرتیري د پیښي سیمي ته استول سوي دي.
د دغي مځکي ښویدني علت د دغه هیواد د کیرالا ایالت جنوبي خواته سخت موسمي بارانونه بلل سوي دي. له ناورینونو سره د مبارزې ادارې په دغه ایالت کي د سې شنبې په ورځ د نورو بارانونو او سختو بادونو اټکل هم کړی دی.
د دغه هیواد صدراعظم نریندرا مودي ، په ایکس پاڼه کي څرگنده کړې ده چي د کیرالا په سیمه کي یې د هر ډول «ممکنه مرستو» ژمنه کړې ده.
په جنوبي آسیا کي له جون میاشتي څخه تر سپټمبر پوري موسمي بارانونه کیږي چي د اوبو د ذخیره کولو له پاره مهم شمیرل کیږي. خو هغوی د پرله پسې سیلابونو او ویجاړیو سبب هم کیږي. د پلټونکو په خبره اقليمي بدلون چي سبب يې انسانان سوي دي، د درنو او سختو بارانونو لامل کيږي چي وړاندوينه يې سخته ده.
GP/NZ/AG