پاکستان: تندر رالوېدو لس کسان مړه کړي
۱۴۰۲ تیر ۵, دوشنبهپاکستاني چارواکو د دوشنبې په ورځ وويل چې د «مون سون» موسمي بارانونو تر مخه په سختو اورښتونو کې لږ تر لږه لس کسان مړه شوي دي.
زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ
زياته شوې چې دا بارانونه د پنجاب په شيخوپوره او سيالکوټ سيمو کې شوي دي. په پاکستان کې وخت ناوخته د تندر راغورځيدو پېښه رامنځته کيږي، په ځانګړي توګه د پنجاب په غرنيو او میداني سيمو کې.
اړونده موضوع: په پاکستان کې سېلابونه؛ حکومت له نړيوالو د مرستي غوښتنه کړې
د پاکستان د هوا پيژندنې ادارې ويلي دي چې په روانه اوونۍ کې به نور اورښتونه هم وشي چې د ګرمۍ اوسنۍ څپه به يو څه راکمه کړي. د طبيعي پېښو سره د مبارزې ملي ادارې بيا خبرداری ورکړی دی چې روان بارانونه د سيلاب سبب ګرځيدلی شي.
د پاکستان ډېرې سيمې هر کال د «مون سون» د موسمي بارانونو له کبله اغیزمنې کيږي. پر حکومت تل نيوکې کيږي چې د دي بارانونو له کبله د اغیزمنو شويو خلکو د کړاو د کمولو له پاره کافي ګامونه نه پورته کوي. دا بارانونه د جولای مياشتې څخه تر سبتمبر پورې دوام کوي.
اړونده موضوع: پاکستان تر سېلابونو وروسته له نارغیو سره مبارزې ته په زرونو ډاکټران ګمارلي
په تېر دوبي کې تر اورښتونو وورسته سېلابونو په ټول هېواد کې د ۱۷۳۹ کسان ژوند اخيستی وو. همداشان سېلابونو ۸ ميلیونه کسان بې ځایه کړي ول او د کابو ۳۰ ميليونه ډالرو مالي زيان یې هم اړولی وو.
زموږ له آرشيف څخه: