ملکې ته «سپکاوی»؛ ماليزیايي فلمي ممثل توقیف شو
۱۴۰۰ اردیبهشت ۴, شنبهد مالیزیا د پوليسو له خوا د نیول شوي مالیزيايي فلمي ادارکار نوم فهمي رضايي ښودل شوی دی. هغه د جمعې په شپه د اپريل ۲۳مه نيول شوی دی. پر هغه باندې تور دی چې د دغه هیواد د اساسي قانون له مخې يې د پاچا میرمنې ته سپکاوی کړی دی. د بشر حقونو څخه د دفاع سازمانونو، د فهمي رضايي نیول غندلي او دا یې د بیان آزادۍ خلاف عمل بللی دی.
ويل شوي چې د فهمي رضايي له خوا د ملکې تُنکو عزيزه آمينه ميمونه اسکندريه پر انستاګرام داسې الفاظ ليکل شوي چې توهين آمیزه ګڼل کيږي. د پولیسو د اعلاميې مطابق، دغه ادا کار د پورټل سپوټي فايي (Spotify) د سندرو يو نوملړ هم آپلود کړی چې په د هغو په سندرو کې د «حسد» لفظ هم شامل دی. د سندرو له لست کې د ملکې يو انځور هم شامل دی.
دغه مالیزیاي هنرمند پر خپل انستاګرام باندې د خپرو شوو کلماتو یو لینک پر خپل فیسبوک هم خپور کړی دی چې په هغه کې هم د سندرو لست موجود دی.
رضايي د بې لارې کونکو او د مخابراتي قوانینو څخه د سرغړونې په تور نيول شوی چې اوس د جنايي جرمونو پر اساس تر تحقیق لاندې دی. دغه ټول معلومات د پولیسو د جنايي جرمونو د تحقیقاتو د څانګې مشر حضور محمد رسنيو ته کړي دي.
رضايی تر دې وړاندې د پخواني صدراعظم نجیب رزاق د پيښو کولو په تور هم نيول شوی او سزا ورته اورول شوې وه، چې وروسته دغه سزا د یوه حکومتي فرمان له مخې لرې کړل شوه.
دويچه وله اردو/م.ک.ص./ا.ا