1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

منظور پښتین وايي په پښتون میشتو سېمو کې ولسي پاڅونونه پیلوي

۱۴۰۳ مهر ۲۶, پنجشنبه

منظور پښتین وایي، د پښتون قامي جرګې د پرېکړو د لومړي ګام په توګه د خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالت په پښتون میشتو سېمو کې ولسي پاڅونونه پیلوي.

https://p.dw.com/p/4ltnP
منظور پښتین ولسي غونډې ته د خبرو پر مهال
منظور پښتین وايي په پښتون میشتو سېمو کې ولسي احتجاجونه پیلويانځور: K.M. Chaudary/AP/picture alliance

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین تیره ورځ پر خپله فیسبوک پاڼه په یو خپور شوي ویډیویي پيغام کې ویلي چې راتلوونکې یکشنبه د اکتوبر ۲۰ مه نېټه د خیبر پښتونخوا په ټولو ولسوالیو کې ولسي احتجابونه پیلوي.

پښتین دغه احتجاجونو ته د ولسي پاڅون نوم ورکړی دی او په خبره یې چې دا د پښتون قامي جرګې د پرېکړو ګام او نړۍ ته د پښتنو د امن غوښتلو یو پیغام او یا نظر پوښتنه ده چې پښتانه څه غواړي.

منظور پښتین د دغه نویو پیلېدونکو ولسي پاڅونونو خبر د پښتون قامي جرګې له پای ته رسېدو څو ورځې وروسته کوي.

د پښتون قامي جرګه یا عدالت د خيبر پښتونخوا ايالت د خيبر ولسوالۍ په رېګي للمه سېمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په نوښت او هڅو د روانې اکتوبر میاشتې پر ۱۱ مه پیل شوه چې درې ورځې یې دوام وکړو او د ۱۳ مې نېټې په ماښام د ۲۸ مادو د پرېکړه ليک په تصویبولو سره پای ته ورسېدله.

یادې جرګې ته د خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالت له پښتون میشتو سېمو پر ډېر شمېر خلکو سربېره د پښتنو د ګڼو سیاسي ګوندونو مشران ـ غړي او د خیبر پښتونخوا عالی وزیر او والي هم ورغلي وو.

اړوند: پر پښتون ژغورنې غورځنګ بندیز غبرګونونه را پارولي دي

په دغه قامي جرګه کې پرېکړه وشوه چې د پښتنو له سېمو دې په دوو مياشتو کې پر پوځ سربېره ټولې وسله والې ډلې ووځي.

دوی همدا راز د افغانستان او پاکستان پر سرحد له پاسپورټ او ويزې پرته تګ راتګ سربېره ګڼې نورې پرېکړې هم اعلان کړې.

که څه هم تر اوسه د خیبر پښتونخوا ایالتي او مرکزي حکومت د دغه پرېکړو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو د یو شمېر سیاسي شنونکو په باور چې دغه پرېکړې هم د پاکستان حکومت او هم د پښتون ژغورنې غورځنګ له پاره ننګوونکي دي.

اړوند: محسن داوړ: فدرالي او ایالتي حکومت زموږ غوښتنه منلې او سبا به جرګې ته اجازه ورکړي

د پېښور پوهنتون استاد سید عرفان اشرف د دویچه ویله په پخلاینه خپرونه کې وویل: «د پښتنو له سېمو د پاکستاني پوځیانو وتل که څه هم د دغه جرګې ښه پرېکړه ده، خو د پوځ له وتلو وروسته د امنیت د خوندیتوب له پاره باید د پښتون ژغورنې غورځنګ دا پلان ولري، چې د یادو سېمو امنیت څه ډول وساتي.»

خو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د تیرې ورځې په خپل خپور شوي پیغام کې ویلي چې د جرګې د ۲۰ ګوندونو له استازو او د ۶۰ ولسواليو له ټاکل شويو مشرانو يې يوه ۸۰ کسيزه کمېټه جوړه کړې ده چې هغوی به د جرګې د پرېکړو د عملي کولو له پاره اقدامات کوي، خو د نوموړي په وينا په دې کار کې به ټول ولس ورسره ملګری وي.

پښتین پر پښتنو غږ کړی دی چې د يکشنبې ورځې په پیلېدونکو ولسي پاڅونونو کې پر ګدون سربېره دې په ټولنیزو رسنیو کې د پښتنو سېمو د امن او د جرګې پرېکړو د ملاتړ له پاره پراخ کمپاینونه پیل کړي.

د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي چې دې احتجاجونو ته به اجازه ورکړې که نه.

زموږ له ارشیف څخه:

پر پښتون ژغورنې غورځنګ بندیز او جرګې ته چمتووالی

هيلۍ اسد د ژورنالیستې په توګه د افغانستان پر حالاتو څار او د خلکو ستونزو ته انعکاس ورکول@HelayAsad1