1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«که ایران د سلیماني د غچ اخیستلو هڅه وکړي ځواب ورکوو»

۱۳۹۹ دی ۱, دوشنبه

په منځني ختیځ کې د امریکایي ځواکونو قوماندان د یکشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې که ایران د خپل هیواد د وژل شوي پخواني جنرال قاسم سلیماني د تلین په ورځ د کوم برید هڅه وکړي، واشنګټن يې غبرګون ښکاره کولو ته تیار دی.

https://p.dw.com/p/3n1MB
Kenneth F. McKenzie Director of the Joint Staff in der US Army
انځور: picture-alliance/AP Images/A. Brandon

جنرال کنت مکنزي چې د امریکایي ځواکونو د مرکز (سنت کام) قومانده په لاس کې لري خبریالانو ته وویل: «مونږ تیار یو چې له ځانه، خپلو دوستانو او په سیمه کې له خپلو متحدینو څخه دفاع وکړو؛ مونږ د اړتیا په صورت کې غبرګون ته تیار یو.»

نوموړي د ۲۰۲۰م کال د جنورۍ په ۳ نیټه د بغداد هوایي ډګر ته نږدې د امریکایي ځواکونو د یوه بی پیلوټه الوتکې په برید کې د قاسم سلیماني د وژل کیدو د یوه کال له پوره کیدو څخه څو اونۍ مخکې له سیمې څخه لیدنه وکړه.

د امریکا د سمندري ځواکونو دغه څلور ستوري جنرال چې له یوه نامعلوم ځای څخه یي د تلیفون له لارې د خبریالانو له یوې کوچنۍ ډلې سره خبرې کولې وویل: «زما ارزونه دا ده چې مونږ په یوه ډیر ښه وضعیت کې یو، او هر کار چې ایرانیان او یا نیابتي ډلې یې ..... ترسره کوي، د (عکس العمل) له پاره یې تیار یو.»

نوموړي ویلي دي چې په دې وروستیو کې یي عراق او سوریي ته سفرونه درلودلي او د دغو هیوادونو له چارواکو او امریکایي قوماندانانو سره یې لیدلي دي.  

د فرانسې خبري آژانس لیکلي دي چې د امریکایي پوځ د اندیښنو له کبله چې د قاسم سلیماني تر وژل کیدو وروسته د ایران د اهدافو ښکاره نښې موجودې دي، د دغه امریکایي قوماندان سفر اعلان شوی نه وو.

همدارنګه مخکې تر دې سعودي عربستان، قطر، متحده عربي امارات، اسرائیل او افغانستان ته د امریکا د لوی درستیز مایک میلي سفر هم تر هغه وخته پورې پټ وساتل شو، تر څو هغه له سیمې څخه ووت.

په داسې حال کې چې امریکایي پوځ د ولسمشر دونالد ترمپ په امر په عراق او افغانستان کې د خپلو ځواکونو په کمولو پیل کړی دی، پنټاګون د عراق په اطرافو کې خپل امکانات په د پام وړ ډول زیات کړي دي، څو ایران د هر ډول اقدام نه منصرف کړي.