1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

منځنی ختیځ: ملګرو ملتونو پر سوله ساتي ځواک بريدونه غندلي

۱۴۰۳ مهر ۲۴, سه‌شنبه

د ملګرو ملتونو د سوله ساتي ځواک د عملياتو مشر ويلي دي سرتيري به په لبنان کې د اسرائيل او حزب الله ترمنځ پر جګړې سربیره هم په خپلو پوستو کې پاته شي. په دې منځ کې استراليا پر ایران تازه بندیزونه وضع کړي.

https://p.dw.com/p/4lnY2
په لبنان کې د ملګرو ملتونو يو شين خولۍ عسکر
په دې وروستيو ورځو کې په لبنان کې د ملګرو ملتونو د موقت ځواک « UNIFIL» سوله ساتي، د لبنان په جنوب کې د اسرائيل د پوځ په فېرونو کې په داسې حال کې ټپيان شول چې دوی په خپلو پوستو کې ول.انځور: picture alliance / Xinhua News Agency

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د لبنان په جنوب کې د ملګرو ملتونو پر سوله ساتي ځواک باندې څو ورځې دمخه د ترسره شويو بريدونو په اړه «سخته اندېښنه» ښوولې ده. په سيمه کې د نښتو په ترڅ کې د ملګرو ملتونو ۵ شنه خولۍ عسکر ټپيان شول.

د دوشنبې په ماښام په نيويارک کې تر يوې غونډې وروسته د ملګرو ملتونو امنيت شورا «د سيمې له امنيت سره د مرستې» په برخه کې د دې ماموريت له نقش څخه پر خپل ملاتړ ټینګار وکړ.

په دې وروستيو ورځو کې په لبنان کې د ملګرو ملتونو د موقت ځواک « UNIFIL» سوله ساتي، د لبنان په جنوب کې د اسرائيل د پوځ په فېرونو کې په داسې حال کې ټپيان شول چې دوی په خپلو پوستو کې ول.

د ملګرو ملتونو په حواله د يکشنبې په ورځ په يوه د پام وړ پېښه کې د اسرائيل دوو ټانکونو د UNIFIL ځواکونو د يوې اډې دروازې ور ماتې کړې وې. په دې ترڅ کې لږ تر لږه ۵ سوله ساتي عسکر ټپيان شول خو اسرائيل وايي قضيه داسې نه وه لکه ملګري ملتونه یې چې وړاندې کوي.

په ملګرو ملتونو کې د سويس استازي پاسکال بيریسويل، وويل چې د امنيت شورا غړي پر ټولو ښکيلو اړخونو غږ کوي چې د ملګرو ملتونو د يونفل ماموريت او ملګرو ملتونو د ټولو ودانيو امنيت او محافظت ته بايد درناوی ولري.» پاسکال بيریسويل، دمګړۍ د امنيت شورا د دوره يي مشر دنده ترسره کوي.

 نوموړي وويل: «دوی يادونه کوي چې د ملګرو ملتونو سوله ساتي عسکر او د ملګرو ملتونو تاسيسات بايد د هیڅ يوه بريد هدف ونه ګرځي.»

د ملګرو ملتونو پر ماموريت د اسرائيل نيوکې

په لبنان کې د ملګرو ملتونو دغه ماموريت دنده لري چې د لبنان په جنوب کې د حزب الله په ګدون د مليشو د خلع سلاح کولو له هلو ځلو څخه ملاتړ وکړي او د لبنان له پوځ سره پر هغو سيمو باندې د کنترول په ساتنه کې مرسته وکړي چې له اسرائيل پولې سره ډېرې نږدې پرتې دي.

اسرائيل پر دې سوله ساتي ځواک نيوکه کوي چې له سيمې څخه د وسلې او حزب الله د جنګيالو په لېرې کولو نه دی توانيدلی، هغه څه چې د دغه ماموريت اصلي دنده ده.

د اسرائيل لومړي وزير بنيامين نتانياهو، د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د يونيفل پر عسکرو غږ وکړ چې د پوځي عملياتو پر وخت دې سرحد ته له څېرمه پرتو سيمو څخه ووځي.

آیا له اسرائیل سره د ممکنه جګړې په صورت کې به روسیه د ایران ملاتړ وکړي؟

نوموړي پر حزب الله تور ولګاوه چې په قصدي توګه دغو عسکر ته په نږدې پاتېدو سره هغوی د «انساني سپر» په توګه کاروي.

خو سوله ساتي ځواک په څو ځلي ويلي دي چې په خپلو ټولو پوستو کې به پاتې شي.

د ملګرو ملتونو د سوله ساتونکو عملياتو مشر ژان پيرير لاکروا، وويل: «پريکړه شوې ده چې UNIFIL به دمګړۍ پر ټولو پوستو کې پاتې شي. که څه هم اسرائيل د شنې کرښې په اوږده کې د پرتو پوستو د تخيلیه کولو غوښتنه کړې ده.»

استراليا پر څو ايراني اشخاصو تازه بندیزونه وضع کړي

د استراليا د بهرنيو چارو وزیرې پېني وونګ، وويل چې د استراليا حکومت پر هغو پنځو ایرانيانو مالي او سفري بندیزونه وضع کوي چې د هېواد د توغنديو په دفاعي پروګرام کې ونډه لري.

نوموړې وويل چې د اکتوبر پر لومړۍ نیټه پر اسرائيل باندې د ایران له لوري د لږ تر لږه ۱۸۰ باليستيک توغنديو توغول «يو خطرناک عمل وو چې د يوې پراخې سيمه ایزې جګړې خطر یې لوړ کړی دی.»

دا تازه بندیزونه د ایران د « Aerospace Industries Organization» يا فضايي صنايعو سازمان پر دوو مشرانو او يوه لوړپوړي افسر لګول شوي دي. همدا راز د شهيد باقري صنعتي ډلې مشر او د شهيد همت صنعتي شرکت سوداګریز مشر هم د بندیزونو هدف شوي. 

په دې توګه له ایران سره د تړاو لرونکو کسانو شمير چې استراليا ورباندې بندیزونه لګولي دي، ۲۰۰ تنو ته لوړ شوی.

وونګ وويل: «استراليا به دې ته دوام ورکړي چې ايران د خپلو بې پروا او بې ثباته کوونکو اقداماتو له کبله ځواب ويلو ته راکش کړي.»

ب. ص/ ن. ز (AP, AFP, dpa, Reuters)