م.م. د مهاجرت له کنوانسیونه د سرغړونې په اړه خبرداری ورکړی
۱۴۰۰ مرداد ۶, چهارشنبهد کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې مشر فیلیپو ګرانډي، ډیر شمیر هیوادونه د ژنیف د مهاجرت کنوانسیون له پرنسیبونو څخه دفاع او ورته ژمن پاتې کیدو ته ور بللي دي.
د ګډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیسار فیلیپو ګرانډي د ژنیف د مهاجرت کنوانسیون (دغه کنوانسیون د ۱۹۵۱م کال د جولای میاشتې پر ۲۸ نېټه په ژنیف کې لاسلیک شوی و) د لاسلیک کیدو د ۷۰ کلیزې په مناسبت خبرداری ورکړ چې اروپایي او نور هیوادونه اکثره وختونه هڅه کوي چې له خپل مکلفیت څخه اوږه خالي کړي.
د ژنیف د مهاجرت کنوانسیون یا دغه سند په نړیواله کچه د پناهندګۍ د سیستم اساس تشکیلوي.
د دې سند یا کنوانسیون لاسلیک کوونکي هیوادونه باید هغو پناه غوښتونکو ته پناه یا حفاظت ورکړي چې په خپلو هیوادونو کې تر تعقیب لاندې وي. د پناه غوښتنلیک وړاندې کوونکي باید بیرته هغه ځای ته وانستول شي په کوم ځای کې چې دوی تر تعقیب لاندې یا ربړول کیدو له ګواښ سره مخامخ وي.
ګرانډي وویل: «له کنوانسیون څخه مننه چې له امله یي د میلیونونو انسانانو ژوند ژغورل شوی دی.»
دغه ایټالوي په مشخص ډول د کوم هیواد نوم وا نه خیست. خو هغه د یونان ساحلي ساتونکي، چې د مهاجرو کښتۍ بیرته د ترکیې پر لور ستنوي او د چلي هیواد چې وینزیویلایي پناه غوښتونکي بې له دې چې د پناه غوښتنې دوسیې یي و ارزوي، بیرته د دوی هیواد ته ستنوي، ګرم وبلل.
نوموړي په عین وخت کې د بریتانيا او ډنمارک هیوادونو پر هغه پلان هم نیوکه وکړه چې غواړي پناه غوښتونکي یو دریم هیواد ته واستوي او هلته یي بیا د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه و ارزوي.
ګرانډي وویل چې د ملګرو ملتونو سازمان د کډوالو چارو اداره، د ژنیف د کنوانسیون عملي کیدل څاري او په ټوله نړۍ کې د مهاجرو ستونزو ته رسیدګي کوي.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز