د عرفې ورځ: د حج د مراسمو تر ټولو مهم رکن
سږ کال د نړۍ له څه نا څه ۱۶۰ هېوادونو څخه تقريباً دوه میلیونه مسلمانان د حج مراسمو د ادا کولو له پاره مکې معظمې ته رسېدلي او نن د جون مياشتې ۲۷مه نټیه د حج د تر ټولو مهم رکن د ادا کولو له پاره د عرفات غونډې ته ورغلي دي.
د عرفې ورځ: د حج د تر ټولو مهم رکن
د عرفان میدان چې له مکې معظمې څخه ۲۰ کیلومتره لیري دی له نن څخه څه د پاسه ۱۴ سوه کاله مخکې د اسلام پيغمبر حضرت محمد ص پر همدې غونډۍ مسلمانانو ته خپله تاریخي وینا او وروستې خطبه اورولې وه. حاجیان به سه شنبه د ماسپښین او مازیګرلمانځه تر ادا کولو وروسته مذدلفې ته ورشي او تر هغې وروسته به بیرته منی ته ستانه شي.
په سخته لاره مکې ته رسیدل
ځینې حاجیان په ټول ژوند کې یو ځل د حج د مراسمو لپاره سعودي عربستان ته سفر کوي. پاکستاني زده کوونکي عثمان ارشد دغه سیلفي عکس د ایران شیراز ښار ته نږدې په یوه تش کور کې اخيستې چې د شپې له پاره یې پکې خیمه وهلې وه. کله چې هغه سعودي عربستان ته ورسید، ارشد ۵۴۰۰ کیلومتره پلي مزل کړی و.
د ټکتونو نوی سیسټم
حج په هغو مسلمانانو فرض دی چې د ادا کولو توان یې ولري او د حج سفر لپاره له سالمې روغتیا څخه برخمن وي. په هرصورت، په نړۍ کې له نږدې ۲ میلیارد مسلمانانو څخه هرڅوک نشي کولی، چې د حج له پاره مکې ته سفر وکړي. حاجیان د حج لپاره ځانګړې سعودي ویزې ته اړتیا لري چې دا د سهمیې پر اساس ویشل کیږي.
د حاجيانو له پاره خواړه او د استوګنې ځايونه
دا د مکې د اوسیدونکو دود دی چې حاجیانو ته له رسیدو سره سم خواړه او اوبه ورکړي. حاجيان به د ځايي خلکو په کورونو کې اوسېدل هم، خو په وروستيو کلونو کې دغه دود له منځه تللى دى. اوس دوی کولی شي له خیمو څخه له جوړو شويو کورونه نیولې تر لوکس هوټلونو پورې، هر يو یې انتخابولی شي.
د کعبې لمس کول
په مکه کې د لوی جومات په مرکز کې د اسلام ترټولو سپیڅلی زیارت لمس کول د حاجیانو لپاره یوه ځانګړې تجربه ده. دا ښځه د دې ځانګړي شیبې عکس د خپل موبایل په واسطه اخلي.
د تودوخې لوړه درجه
په سعودي عربستان کې دا مهال د ورځې په اوږدو کې تودوخه تر ۴۵ درجې سانتي ګراد (۱۱۳ درجې فارنهایټ) پورې رسیږي. د سهار په لومړیو ساعتونو کې هم د تودوخې درجه تر ۳۰ لوړه وي. دا هرڅه په تېره بيا د ډېر عمر لرونکو له پاره روغتيايي پایلې لري.
د حج سپینې جامې یا احرام
ټول نارينه حاجیان د حج د ادا کولو پر وخت احرام تړي چې دا د پاکوالي سمبول دی. ميرمنې هم داسې جامې اغوندي چې بدن پکې پټ وي. دا په دې معنا هم ده چې د برانډ او يا قيمتي لباس په اغوستو سره دا څرګنده نه شي چې کوم کس شتمن او کوم غريب دی څو وښوول شي چې خدای ته غريب او شتمن يو ډول دي او هیڅ توپير پکې نشته.
د ښځینه حاجیانو زیاتوالی
هغه قاعده چې ښځې باید له نارینه محرم سره یوځای وي، په ۲۰۲۲ کې د سعودي حکومت لخوا د دې هیواد د عصري کولو هڅو د یوې برخې په توګه لغوه شوه.
له هند څخه د ښځو نوی ریکارد
سږ کال له هند څخه شاوخوا ۴۳۰۰ ښځینه حاجیانې له نارینه محرم پرته سعودي عربستان ته د حج د فریضې ادا کولو لپاره تللی دي. دا د تیر کال په پرتله دوه برابره زياتوالی ښيي.