موزمبيق: په زندان کې تر ګډوډۍ وروسته ۱۵۰۰ زندانيان تښتېدلي
۱۴۰۳ دی ۶, پنجشنبهپه داسې حال کې چې په دغه هېواد کې سیاسي بحران د ژورېدو په حال کې دی، تاوتريخوالی هم مخ پر ډېرېدو دی.
په موزمبيق کې پوليسو وويل چې د پلازمينې موپوتو په يوه زندان کې چې ډېر شدید امنیتي تدابیر لري، د ګډوډۍ د رامنځته کيدو وروسته ۳۳ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.
د دغه هېواد د پوليسو د مشر په حواله په دې ترڅ کې ۱۵۰۰ زندانیان هم په تېښته بريالي شوي دي. زياته شوې چې مظاهره کوونکو د هېواد پر نورو يو شمير زندانونو هم هجوم ور وړی چې د ډېرو زندانيانو تېښتې ته یې لاره هواره کړې ده.
اړونده موضوع: له دوو سوو ډير بنديان په لوڅ حالت کې تښتيدلي
د پوليسو دغه مشر وويل چې د تښتېدلو څخه تر اوسه ۱۵۰ کسان بيرته نیول شوي دي.
په موزمبيق کې د ټاکنو د نتايجو تر اعلانېدو وروسته په دې تېرو څو ورځو کې مظاهرې وار د واره د پراخېدو په حال کې دي.
د اپوزيسيون مشر واننسيو موندلانه، چې د رپوټونو په حواله یې ۲۴ سلنه رایې ترلاسه کړي، د ټاکنو نتايج د درغلې په تور رد کړي دي.
پلازمينه موپاتو له هغو ښارونو څخه يو دی چې د مظاهرو له کبله اغیزمن شوي دي. په دې مظاهرو کې تر اوسه ۵۶ کسان وژل شوي او نور ۳۸۰ تپيان شوي دي.
د موپاتو ترڅنګ د موزمبیق بايرا او نموپولا هغه ښارونه دي چې د احتجاج له کبله اغیزمن شوي.