«يونان کې مهاجرو سره تاوتريخوالی عادت گرځېدلی»
۱۴۰۲ آبان ۱۴, یکشنبهد بې پولې ډاکټرانو سازمان پر يوناني او اروپايي چارواکو د مهاجرو سره د ناوړه او غيرقانوني چلن کولو تور لگولی دی. ياد مرستندويه سازمان په دې ټړاو يو راپور خپور کړی دی.
د ياد نړيوال مرستندويه سازمان لخوا په خپور شوي راپور کې د مهاجرو سره د ناوړه چلن داسې تورونه لگول شوي دي، چې مخکې نورو سازمانونو او مرستندويه ټولنو هم لگولي ول. په زياته د ترکيې لخوا پر يونان تورونه لگول کيږي چې په آژه سمندر کې د مهاجرو سره ناوړه چلن کوي.
دغه مطلب هم ولولئ: په مهاجرو کي رواني ناروغي اوج ته رسیدلې؟
خو د يونان حکومت پر خپلو چارواکو د لگول کېدونکو تورونو په هکله وايي چې سم نه دي. دغه هيواد وايي چې پولې يې د اروپايي ټولنې باندني سرحدونه دي او بايد چې د غير اُصولي مهاجرت په وړاندي وساتل شي. دا په داسي حال کې ده چې يونان د اروپايي سرحدونو د ساتونکي آژانس فرونتکس سره په گډه په سمندر کې گزمې زياتې کړي دي.
د بې سرحده ډاکټرانو استدلال
بې سرحده ډاکټرانو په خپل راپور کې ويلي دي: «زموږ ټيمونو شاهدي ورکړې ده چې له سرحدونو څخه د مهاجرو د شړل کېدلو عمل اوس په يو عادي کار گرځېدلی دی او دا چې په يونان کې د تحفظ د متلاشي کسانو لپاره په بشپړه توگه تحفظ نشته.»
دغه سازمان په راپور کې زياته کړېده: «د يونان او د اروپايي اتحاديې يا غړو هيوادونو چارواکي يې د پراخو او د باور وړ شواهدو د موجوديت باوجوده په دې نه دي توانېدلي چې د سرغړونو کوونکو سره محاسبه وکړي.»
ياد سازمان ويلي دي چې د اروپايي اتحاديې پر پولو حاکم وضعيت «د اروپايي اتحاديې د هغو پاليسيو پايله ده چې د اړمنو انسانانو پر ضد د دوامداره تشدد د تقويې سبب گرځي.»
د احتساب سخت کمښت
د بې سرحده ډاکټرانو سازمان وايي چې په اروپا او يونان کې د احتساب سخت کمښت دی. د دغه سازمان په وينا په يونيفورم ملبس چارواکي او نقاب لرونکي کسان پر مهاجرو تشدد، ورباندې د جسمي حملو مرتکب شوي چې په هکله يې ماشومانو، مېرمنو او نارينه مهاجرو شاهدۍ ورکړي دي. ويل شوي چې د سترګو ليدلی دغه حال په ځانگړې توگه ثبت کړل شوي دي.
دغه سازمان ويلي چې په دوو کالونو کې يې تقريبا ۸ زرو مهاجرو ته عاجلې مرستې رسولي دي. په وينا يې له ډلې څخه يې له ۱۵۰۰ زيات ماشومان ول. دغه سازمان ويلي دي چې د دوی تر علاج لاندې ناروغانو ورته ويلي دي چې هغوی څو څو ځله د ناوړه چلن سره مخامخ شوي. بعضو ويلي چې تقريبا اړ ايستل شوي ول چې له نيمې لارې پر شا وګرځول شي. نورو بيا ويلي چې «د رسېدنې سره سم د تاوتريخوالې سره» مخامخ شوي دي.
آ./ا.ا./ن.ص.