1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

ورځپاڼه: په آلمان کې پر مسلمانانو تر ۹۰۰ ډیر بریدونه شوي

۱۳۹۹ بهمن ۲۰, دوشنبه

یوې آلماني ورځپاڼې د رپورټ پر بنسټ تیر میلادي کال په آلمان کې پر مسلمانانو او د دوی پر دیني اماکنو بریدونو کې زیاتوالی رامنځته شوي دی.

https://p.dw.com/p/3p2XN
Pro NRW Mahnwache vor der Mülheimer Fatih-Moschee
انځور: picture-alliance/Revierfoto

د آلمان چارواکو په دغه هیواد کې له اسلام سره د دښمنۍ یا د مسلمانانو ضد ۹۰۱ جنایي قضیې ثبت کړي دي چې دا د یوه کال مخکې په پرتله دوه سلنه زیاتوالی ښيي.

دغه شمیرې «نویر اوسنابروکر ورځپاڼې» د آلمان د کورنیو چارو وزارت له خوا د دغه هیواد په پارلمان کې د کیڼ اړخو د پوښتنې په ځواب کې د ورکړل شوو معلوماتو پر اساس خپرې کړي دي.

په دغو پیښو کې ۴۸ کسان ټپیان شوي دي. دا د ۲۰۱۹م کال په پرتله په واضح ډول زیاتوالی ښيي. په دغه کال کې دوه کسان وژل شوي او ۳۴ نور ټپیان شوي ول.

له دې ډلې په ۷۷ مواردو کې پر جوماتونو بریدونه شوي چې اکثره یي د ښی اړخو افراطیانو له خوا ترسره شوي دي. دا دویم وار دی چې په پرله پسې ډول په دغو پيښو کې زیاتوالی ثبتیږي.

په ۲۰۱۸م کال کې پر مسلمانانو او د دوی پر دیني اماکنو د بریدونو ۸۲۴ موارد، په ۲۰۱۹م کال کې ۸۸۴ او په ۲۰۲۰م کال کې بیا ۹۰۱ داسې موارد ثبت شوي دي.

یوازې په ۲۰۱۷م کال کې کله چې چارواکو د لومړي ځل له پاره له اسلام سره د دښمنۍ یا د مسلمانانو ضد ترسره شوو جرمي پيښو په اړه ارقام و اروزل، د ۹۵۰ جرمي مواردو سره په څرګند ډول ډیري پيښې ثبت شوې وې.

د ورځپاڼې په حواله په انټرنټ کې د مسلمانانو یا مسلمان مهاجرو پر وړاندې د کرکې خپرولو، پر پوړنې لرونکو مسلمانو ښځو او همدارنګه پر مسلمانانو د بریدونو په څیر جرمي موارد هم په دغو پيښو کې شامل دي.

په دې جمله کې مالي تاوانونه، پر کورونو او جوماتونو د نازیانو د نښو او سمبولونو رسمول هم شامل دي. چارواکو په دغو مواردو کې د اوښتو مالي زیانونو په اړه معلومات نه دي ورکړي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز