په اروپا کي نږدې ليري سفر
ته ولي دومره لري ځي، کله چې ښکلي ځايونه نږدي دي؟ دا پوښتنه به ګویته له ځانه کوله. په اروپا کي د سيلانيانو له پاره داسي ځايونه شته چې نورو ليري هيوادونو ته د تګ اړتيا نشته.
پرتګال
عجیب او غريب نباتات او توده هوا لرونکي ځنګلونه يوازي په هاوایې کې نه موندل کيږې. د پرتګال نهه ټاپو ګان ټول کال معتدله هوا او اوبه لري. دا ازورين دی.
ايټاليا
ساردينیا د ايټالیا دویم ستر ټاپو دی. دغه پاټو د سپينو سواحلو او ښه شګو په لرلو سره د اروپا د کارابين په نوم پيژندل کيږې. دا بې دليه نه ده. په زړه پورې ټاپو ګان او سواحل، چې له ډبريزو جوړښتونو جوړ شوي.
لکه د افريقا په شمال کې
د اڅوليوز رنګينې کاشي ګانې یا ډبرې چې د پرتګال د ماڼيو او کليسا ګانو بڼې يې سینګار کړي دی، دغه سینګار شوی کاشی ګاني د مورانو ميراث دي چې خپل کار يا تخنیک يې سیمه ايزو خلکو ته ولیږداوه. دلته پر انځوریزو نندارو سربیره چې تر ۱۶ پیړۍ پورې څرګند نه وو، سړې په ډېرو ځایونو کې د اسلامي هنر له دودیزو زیورونو سره مخ کیږي- لکه په مراکش کې.
لکه په نوي زيلاند کې
لامحدود پراخوالی، لوړ غرونه او ژور نیلي جهيلونه - څه چې د نوي زيلاند په څیر ښکاري، یو ليرې ځای چې اروپایان یې لیوالتیا لري، هم خورا نږدې دی: ناروې. حتی د لويو درو په منځ کي له سمندر څخه جلا شوی دریاب. ناروې د ټولو هغو کسانو له پاره مناسب سفر ځای دی، څوک چې په طبیعت کې د یووالي او آرامۍ په لټه کې وي.
برلين
په اروپا کې د بودایانو ترټولو پخوانی معبد په برلین-فروهناو کې دی. دا د آلمان د راهبانو او همدارنګه د سریلانکا او نورو بودايي هیوادونو د راهبانو عبادت ځای دی.
لکه په صحرا کې
د صحرا پر لور خورا اوږده لاره ده. خو دلته د پولڼد صحرا لږ تر لږه رېګ او کافي تودوخه لري. د تودوخې درجه تر ۵۰ سانتګريد درجې پوري وي.، پولنډي صحرا په شمالي پولنډ کې موقعیت لري او د یونیسکو له خوا ساتل شوی سیمه ده.
لکه په کلمبیا کې
ځینې وختونه تاسو حتی کولی شئ په کولمبیا کې د خټو په آتش فشانو کې لامبو ته لاړشئ، مګر یو له دې آتش فشانو څخه یوازې په جون کې راوتلی. نو دا به غوره وي چې په اروپا کې پاتې شئ، په دقیق ډول په رومانیا کې او د بخارست شمال ته شاوخوا ۱۳۰ کیلومتره شمال کې د برکا د خټو آتش فشانونو څخه لیدنه وکړئ.
لکه په چين کې
په چین کې د ژانګ جیجي ملي پارک له عجیبو ډبرينو جوړښتونو سره شهرت لري. خو دا هغه پارک نه بلکي د آلمان په زاکسن ايالت کي يو پارک دی.
لکه په اريزونا کې
په کرويشیا کې د امريکا د اريزونا په شان منظرې شته.
لکه په اندويزيا کې
دا د اندونيزيا جاوا ټاپو نه دی، دا ايسلند کې د ګرمو اوبو چشمه ده.
پوزټا سټیپ د مرکزي اروپا تر ټولو لويه او خورا مشهوره سیمه ده. په اصل کې پوزټا یوازې په یو څو ځایونو کې ده، لکه د هنګري د هورتوبوګي ملي پارک کې چې دلته ښودل شوي.