بادي برېښنا او ګټي يې
د نړۍ اوه سلنه بریښنا لا دمخه له باده تولیدیږي. په راتلونکي کې به لس ځله د باد بریښنا ته اړتیا وي. په بحر او ځمکه کې د باد عصري توربینونه، ستر، لوړ او ډیر اغیزمن کیږي.
هغه مهال او نن
د باد بریښنا له سلونو کلونو راهیسې د اوبو پمپونه، د غنمو يا غلو دانو ژرندې او حتی کښتۍ چلوي. په ۱۹ پیړۍ کې په اروپا کې لس زره د باد توربینونو شتون لاره. هالنډيان (عکس) دوی له هرڅه پورته د ژورو ځمکو وچولو له پاره کارولي او په دې توګه ځمکه ترلاسه کوي. نن ورځ، د باد عصري توربینونه زیات شوي او ډیره پاکه بریښنا تولیدوي.
باد او لمر په نړۍ کې ترټولو ارزانه برېښنا تولیدوي. د ډبرو سکرو یا اټومي برېښنا په پرتله، دا یوازې نیم یا څلورمه برخه لګښت لري. په بحر کې د ساحلي سیسټمونو څخه د باد برېښنا اوس مهال د ځمکې په پرتله دوه چنده يې قيمت لوړ دې، مګر لګښتونه یې هم دلته راټیټیږي. د وړاندوینو له مخې، د باد برېښنا لګښت قيمت به تر 2050 پورې نیمایي شي.
برلين ته نږدي د باد زاړه توربینونه ليري او نوي ځای پر ځای کیږي. د باد نوي توربینونه د شل کاله پخوا توربینونو په پرتله شاوخوا ۲۵ځله ډیر اغیزمن دي. دا توربینونه تر ۶۰۰۰ کیلوواټو پورې تولید لري او د ۲۲۰۰۰ خلکو د برېښنا اړتیاوې پوره کوي. ۲۵ کاله دمخه يې ۵۰۰ کیلو واټه تولیدولی شوای.
په سمندر کې ستر
باد د ځمکې په پرتله په سمندر کې ډیر ثابت او ځواکمن دی. د نړۍ شاوخوا پنځه سلنه د باد برېښنا له ورته سیسټمونو څخه راځي. د ساحل توربینونه په ځانګړي ډول لوی (لوړ) دي او ډیر ژر باید شاوخوا تر ۱۶۰۰۰ کیلوواټو پورې تولید ولري چې تر ۸۰۰۰۰ خلکو له پاره برېښنا توليد کړي، خو په سمندر کې جوړښت او ساتنه خورا پیچلې ده.
په سمندر کې د توربین نصبول اسان کار نه دی، خو دغه کار بيا لامبو وهونکي سیسټمونو اسانه کړی دی.
خلک هم د بادي برېښنا ته ډېر خوشحاله دي.
په بادي برېښنا لرونکو سیمو کې، د سیسټمونو ساتلو له پاره ډیرو کارپوهانو ته اړتیا ده. په آلمان کې ۴۰۰۰۰خلک د باد فارمونو عملیاتو سره مرسته کوی. دا د آلمان د ډبرو سکرو په پرتله دوه چنده دندې دي. په ټوله نړۍ کې 1,2 ملیونه خلک د باد په صنعت کې کار کوي.
د باد برېښنا په زړه پوري ده او ډېر یې په نوې ټیکنالوژۍ کار کوي. د هامبورګ په بندر کې دا عمودی سیسټم د پام وړ دی، خو دا توربینونه اقتصادي نه دي. ځکه چې په عمودي سیسټمونو سره د برېښنا لیږد د دوديز باد توربین په پرتله لږ مناسب دی.
په سیمه کې د کار پرمهال
د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د ښوونځي زده کونکي د چاپيريال ساتني او غیر فعال سیاست پروړاندې د آلمان په کولن ښار کې مظاهره.
د تخنیک نوي زيرمه چې ډير ښه ښکاری
د سکرو پرتله له باد څخه برېښنا
د امريکا په کاليفورنیا کي د بادي برېښنا فارم
د آلمان په نوردراين ویستفالن ايالت کې د بادي برېښنا پارک منظره
په چين کې بادي برېښنا
په هالند کي د بادي برېښنا توليد.
د بادي برېښنا د توليد له پاره د توربين درولو ځای په نخښه کول.
په اوبو کي د بادي برېښنا د توليد توربين درول.
په اوبو کي د پايي درولو کار خورا ستونزمن وي. خو وروسته يې بيا ګټه ډېره وي.
دلته باد تر بل هرځای تيز او د برېښنا توليد زيات وي.
واړه توربينونه هم سته چي وزن يې لږ او درول يې اسانه وي.
د بادي برېښنا مرکز
ورځ تر بلي د بادي برېښنا د توليد علاقه ډېريږي.
يو وخت کي بادي ژرندي ډېري وې.
بادي کښتۍ
بادي کښتۍ
په کم باد لرونکو سیمو کي هم د باد انرژي
په تیرو دوه لسیزو کې، د باد توربین ټیکنالوژي د پام وړ وده کړې. سیسټمونه ورځ تر بلې اغیزمن کیږي او انرژي راټولوي. حتی په هغه ځایونو کې چې لږ باد لري.