«ايران پر اسرائيلو د بريد له پاره چمتووالی نيسي»
۱۴۰۳ آبان ۴, جمعهد ځینو رسنیو د راپورونو له مخې، ایران داسراییلو د غچ اخیستنې پلان ته په پام سره، له بیلابیلو سناریوګانو سره د تقابل له پاره ځان چمتو کوي.
نیویارک ټایمز د ایران د سپاه پاسداران د دوو چارواکو په ګډون د څلورو ایراني چارواکو له خولې ویلي که اسرائیلي ځواکونه د بیلګې په توګه د ایران د تیلو او اټومي تاسیسات په نخښه کړي، د ایران غبرګون به سخت وي.
د دغې امریکايي رسنۍ په لیکنه کې راغلي، په داسې یو حالت کې چې که چیرته اسرائیل پر ایران برید وکړي، ښایي ایران پر اسرائیلو تر ۱۰۰۰ بالستیک توغندي وتوغوي، په سیمه کې به د خپلو ملېشو او نیابتي جنګیالیو بریدونه پراخ کړي او دغه راز به په فارس خلیج او د هرمز تنګي کې د کښتیو په تګ را تګ کې ګډوډي جوړه کړي.
د نیویارک ټایمز د رپوټ له مخې، که د اسرائیلو غچ اخیستنه یوازې په څو پوځي تأسیساتو او د وسلو ډیپو پورې محدوده وي، نو امکان لري چې ایران به د دې بریدونو له ځواب ورکولو ډډه وکړي.په تیرو څو ورځو کې په ایران باندې د اسرائیلو د احتمالی بریدونو د ډول او شمیر دغه راز د ایران د احتمالي ځواب په هکله ګڼ شمیر تحلیلونه او وړاندوینې خپرې شوې دي.