شمالي کوريا: د کیم لور د راتلونکې رهبرې په توګه روزل کیږي
۱۴۰۳ مرداد ۹, سهشنبهد جنوبي کوریا رسنیو د دوشنبې په ورځ (د جولای ۲۹مه) رپوټ ورکړ چې د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون، خپله مشره لور په رسمي توګه تر داسې روزنو لاندې نيولې، تر څو یوه ورځ وشي کړی د هغه ځای ناستې وګرځي.
د جنوبي کوریا خبري آژانس یونهاپ د دغه هيواد د استخباراتو ملي ادارې له قوله ويلي دي چې جو آئه، په وروستیو ورځو کې له خپل پلار سره له ګڼو عامه ځایونو څخه د کتنې پر مهال لېدل شوې چې تر هغه وروسته د روزنو ترلاسه کولو په حال کې ده.
د شمالي کوريا د رهبر کیم جونګ اون، کورنۍ تر ډېره مخفي ده. د هغه د مېرمنې، ري سول جو او درې اولادونو په هکله ډېر کم معلومات شته. کیم آئه ظاهراً د کیم په اولادونو کې منځنی اولاد دی.
په غرب کې د کیم د ورثې د نومونو په هکله ظاهري معلومات هم یوازې د امریکاييباسکتبالر دنیس رودمن د رپوټونو له مخې دي، هغه څوک چې په ۲۰۱۳م کال کې ېې له کیم جونګ اون، سره د ملاقات اجازه ترلاسه کړې وه. د کیم جو آئه، د عمر په هکله ويل کیږي چې د ۱۱ او ۱۲ کلونو به وي.
کیم جو آئه څه وخت په عامه ځایونو کې ليدل شوې؟
جو آئه، په ۲۰۲۲م کال کې له خپل پلار سره په ګڼو عامه مراسمو، له هغې جملې د توغندیو د کارخانې څخه د کتنې او ځواکونو سره د روغبړ په مراسمو کې ملتیا کوله.
شنونکي په دې باور دي چې په عامه ځایونو کې له زیاتو راڅګندېدو څخه موخه، دننه په پیونګ یان کې د داخلي رقابتونو غلي کول او یا د کیم کورنۍ د یوې سلطنتي کورنۍ په څېر ښودل دي.
د شمالي کوريا اوسني رهبر کیم جونګ اون، ته دغه مقام له خپل پلار کیم جونګ ایل څخه په ميراث ورپاته دی. کیم جونګ ايل د شمالي کوریا د بنسټګر کیم ایل سونګ زوی وو.
mks/nzes/rc (Reuters, Yonhap)
له آرشیف څخه انځوریز البوم: