شمالي کوریا: د سیلاب زرګونه قربانیان پلازمینې ته انتقالیږي
۱۴۰۳ مرداد ۲۰, شنبهتیره اونۍ شمالي کوریا خبر ورکړی وو چې په جولای میاشت کې د ریکارډ کچې ورښتونو درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي. د دغه هیواد چارواکو ویلي چې د چین هیواد ته نیږدې سیمو کې په سیلابونو او شدیدو ورښتونو کې یو نامعلوم شمیر کسان مړه شوي، پراخې کرنیزې ځمکې تر اوبو لاندې شوي او خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.
د شمالي کوریا مرکزي دولتي خبري آژانس راپور ورکړی چې د جمعې په ورځ د شمالي کوریا اویجو سیمې ته د دغه هیواد د رهبر کیم جونګ اون په سفر کې نوموړي وویل چې حکومت پلان لري په شمالي سیمو کې د سیلابونو شاوخوا ۱۵ زره ۴۰۰ تنه قربانیان پلازمینې ته انتقال کړي ترڅو د دوی کورونه بیرته ورغول شي.
دغه خبري آژانس د کیم جونګ اون له قوله زیاته کړې چې نوموړي په دغه سفر کې ویلي چې انتقال کیدونکو کسانو ته خوراکي توکي، روغتیايي مرستې او همدا راز زرګونو زده کوونکو ته تعلیمي ملاتړ به حکومت له اصلي لومړیتوبونو وي.
په شمالي کوریا کې تر دغو شدیدو ورښتونو او سیلابونو سملاسي وروسته یو شمیر هیوادونو دغه هیواد ته د مرستې رسولو ږغ وکړ. په دغه ډله هیوادونو کې جنوبي کوریا هم شامله ده چې غوښټل یې د کوریا د سرې میاشتې ټولنې له لارې له خپل شمالي ګاونډي سره مرسته وکړي.
د پیونګ یانګ په حواله روسیې هم د ورته مرستې وړاندیز کړی او یونهاپ خبري آژانس بیا راپور ورکړی چې چین او د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق هم د مرستې رسولو د علاقمندۍ زیګنال ورکړی دی. د دې ټولو باوجود، د شمالي کوریا رهبر ویلي چې تر سیلابونو وروسته به د بیارغونې او ژغورنې هڅې په بشپړه توګه له بهرنیو مرسته پرته وي. د شمالي کوریا دولتي خبري آژانس ویلي چې نوموړي د بهرنیو هیوادونو د مرستې د وړاندیزونو څخه مننه کړې ده.
د جنوبي کوریا رسنیو راپور ورکړی چې په دغو سیلابونو کې د لادرکه او وژل شویو کسانو شمیر ښايي ۱۵۰۰ تنه وي خو کیم د جمعې په ورځ دغه راپورونه رد کړ او هغه یې «قوي پاروونکي» او «هغو سیلاب ځپلو کسانو ته سپکاوی بللی چې خوندي او جوړ» دي.
د شمالي کوریا او جنوبي کوریا ترمنځ اړیکې ترینګلي دي او د روان کال په ترڅ کې کله چې شمالي کوریا په دې وروستیو کې په خپلو جنوبي پولو کې د ۲۵۰ بالستیک توغندیو د توغوونکو د ځاي پر ځای کولو پریکړې، د دغو دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې لا پسې ترینګلې کړې.
ا.خ.ح / ا.و.ا