شمالي کوریا خپل تر ټولو قوي توغندی آزمویلی دی
۱۴۰۰ بهمن ۱۰, یکشنبهپر شمالي کوریا باندې ملګرو ملتونو د اوږدې مودې راهیسې د توغندیزو آزموینو له کبله بندیزونه وضع کړي دي خو دغه هیواد د نړیوالو بندیزونو باوجود بیا هم نړیوال قوانین ماتوي او وخت نا وخت د توغندیو آزموینې کوي.
په دې لړ کې شمالي کوریا د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ ۳۰ نېټه) د تیرو پنځو کلونو په موده کې خپل تر ټولو ستر توغندی آزمویلی دی. د شمالي کوریا ګاونډي جنوبي کوریا ویلي چې ډیر اټکل کیږي چې دا د منځني واټن ویشتونکی توغندی وي چې نیږدې دوه زره کیلومتره په ارتفاع یې سفر کړی او د جاپان په بحیره کې په اوبو کې لګیدلی دی.
زیاته شوي چې د شمالي کوریا تازه توغندي په نیږدې دیرشو دقیقو کې شاوخوا ۸۰۰ کیلومتره مزل وهلی دی. امریکا متحده ایالاتو، جاپان او جنوبي کوریا د شمالي کوریا د توغندي دغه آزموینه په کلکو ټکو غندلې ده.
د شمالي کوریا تازه ګواښونه
شمالي کوریا همدا تیره اونۍ د امریکا متحده ایالاتو له لوري پر وضع شویو بندیزونو انتقاد کړی او هغه یې د دښمنۍ پر اصل ولاړ سیاست بللی دی او ګواښ یې کړی چې دوی به خپل اتومي پروګرام او همدا راز د اوږې فاصلې ویشتونکي د توغندیو پروګرامونه یو ځل بیا فعال کړي.
د امریکا متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر دونالد ترمپ د واک په موده کې له شمالي کوریا سره د امریکا د مذاکراتو یو بل باب پرانیستل شوی وو چې له کبله یې داسې هیلې زیاتې شوې وې چې ښايي د شمالي کوریا کړکیچ بلاخره پای ته ورسیږي. خو د دغو مذاکراتو تر ناکامیدو وروسته، شمالي کوریا یو ځل بیا د توغندیو پر آزمویلو پیل وکړ.
د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون، د خپل هیواد پوځي پروګرامونه د خپلې دفاع له پاره توجیه کوي خو نړیواله ټولنه بیا ویره لري چې د شمالي کوریا دغه وسلې ښايي د امریکا او نورو غربي هیوادونو پر ضد هم وکارول شي.
د چارو شنونکي په دې باور دي چې په ۲۰۱۹م کال کې د امریکا متحده ایالاتو د هغه مهال د ولسمشر دونالد ترمپ او د شمالي کوریا د رهبر کیم جونګ اون ترمنځ د مذاکراتو تر ناکامیدو وروسته، شمالي کوریا د خپل اتومي پروګرام انکشاف ته سرعت ورکړی دی او کارونه یې لا هم روان دي.
شمالي کوریا د خپلو پخوانیو اتومي پروګرامو د لغو کولو په بدل کې پر دغه هیواد د وضع شویو بندیزونو د لغوه کولو غوښتنه کړې وه. د یادولو وړ ده چې شمالي کوریا د ۲۰۱۷م کال راهیسې د اتومي توغندي او یا هم د اوږدې فاصلې ویشتونکو توغندیو آزموینه نه ده کړې.
آ./ا.خ.ح./ا.ا.