د امریکا ځانګړي واحدونه د روسي اُليګارشانو«په ښکار پسې وتلي»
۱۴۰۱ مرداد ۳۰, یکشنبهد امریکا د عدلیې وزارت د مرستیالې لیزا موناکو، په وینا کله چې د امریکا متحده ایالاتو د عدلیې وزارت روسي اُلیګارشان او د دوی شتمنۍ تر زره بین یا مایکروسکوپ لاندې ونیسي، پر دوی ساحه تنګیږي.
هغې د الیګارشانو په مخاطب کولو سره ویلي: «پټیدل ګټه نه لري. مونږ تاسې پیدا کوو. ستاسې تفریحي کښتۍ، خصوصي الوتکې او بانکي حسابونه ضبط کوو.»
د امریکا د عدلیې وزیر هم ویلی دي چې د اوکراین پر وړاندې د روسیې د جګړې د پيل راهیسې امریکا په ډیرې سختۍ سره د روسیې د «فاسدو سرمایه دارانو» پر وړاندې صحنې ته داخله شوې ده؛ هغه شتمن چې په وینا یي له مختلو چلونو او تکتیکونو څخه په کار اخیستنې سره غواړي ځان له بندیزونو څخه بچ او خپله «ناپاکه شتمني» وژغوري.
د آلمان د «۱ تلویزون» د رپوټ پر بنسټ په نیویارک کې د KleptoCapture (غل ونیسه) په نوم یوه ځانګړي واحد د سمندري الیګارشانو ماموریت په غاړه اخیستی دی. د دې واحد مقر په منهټن کې موقعیت لري.
«غل ونیسه» د یوې لوبې نوم سره ډیر شباهت لري، خو دغه ځانګړی واحد د ډیرو الیګارشانو او سیاستوالو په اصطلاح د ژوند دښمن ګرځیدلی دی.
اوسمهال د روسیې پر وړاندې د امریکا د بندیزونو په لیست کې د ۲۸ کسانو نومونه ثبت شوي دي، د هغو له ډلې د دغه هیواد د ولسمشر ولادیمیر پوتین او بهرنیو چارو وزیر سرګئې لاوروف څخه یادونه کولی شو.
د KleptoCapture واحد مدیریت او مشري چې د روان کال په مارچ میاشت کې د امریکا د عدلیې وزارت له خوا په لاره اچول شوی دی، آندرو ادمز کوي.
نوموړي له ان بي سي شبکې سره په خبرو کې واضحه کړه چې دا ځانګړی واحد غواړي په اوکراین کې د روسیې د جګړې د پلویانو پر ضد بندیزونه په هر قیمت چې کیږي اجرا کړي او هیڅ څوک نه شي کولی چې د پيسو سپینولو یا راز راز شبکو په وسیله د امریکا له بندیزونو څخه ځان وژغوري.
آندرو ادمز زیاتوي: «زه غواړم شبکې مختل کړم او د اولیګارشانو فکري هوساینه ګډوډ کړم: ملکیتونه، آزادي، بانکي حسابونه، هنري آثار او هغه شتمني چې دوی په ناحقه ترلاسه کړې ده، ټول مو تر مایکروسکوپ لاندې نیولي دي.»
آندرو ادمز نسبتاً ځوان، خو د کلونو کاري تجربه لري. کله یې چې د څارنوال په توګه دنده ترسره کوله د روسي د سازمان ورکړل شوو جرمي ډلو پر وړاندې یې مبارزه کوله.
په هغه ټیم کې چې اوس یي آندرو ادمز مشري کوي، داسې ډیر کسان شتون لري چې کیدای شي هغوي د الیګارشانو ښکاریان وبلل شي. په دې ټیم کې تر لسو ډیر څارنوالان، د ملي امنیت وکیلان او کارپوهان، د اف بي آی، او مالیاتي چارو ته د رسیدګۍ کارمندان فعالیت لري.
امريکا: پر روسیې د بندیزونو سرغړونکی به یي «عواقب» وګالي
ادمز د «ان بي سي» شبکې سره په خبرو کې وویل: «ته نه شئ کولی چې لاړ شئ او یوه تفریحي کښتۍ ضبط کړئ. ته باید هغه معلومات وڅیړې چې له یوه جنایت سره د دې شتمنۍ ارتباط ښیې او د مسئلې جرمیت ثابت کړې.»
وروسته له دې چې د «غل ونیسه» ځانګړی واحد رامنځته شو، د اپریل په میاشت کې یې د روسي پانګوال ویکتور وکسلبرګ تفریحي کښتۍ ضبطه کړه. د هغه نوم په ۲۰۱۸م کال کې د «پیسو سپینولو، جعلي اسنادو جوړولو او بندیزونو څخه د ځان ژغورلو» په خاطر د امریکا د بندیزونو په لیست کې ثبت شوی و.
د یادونې وړ ده چې امریکا او متحدینو یې، د هغو له جملې څخه آلمان توانیدلي دي چې تر اوسه پورې د ۳۳۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د روسي الیګارشانو سرمایه کنګل کړي.
آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا